ترکيه به په سوريه کي له اوربند سره د سوريي په خاوره کي د کردانو پر وراندي خپلو بريدونو ته دوام ورکري

د ترکيي لومري وزير مرستيال له دي سره ويلي د سوريي د اوربند په هکله د امريکا او روسيي پر هوکري باور نلري او کيداي شي په سوريه کي د روسيي هوايي بريدونه دوام ولري

له دي سره اروپايي تولني په سوريه کي د روسيي او ترکيي د ج445673گري په هکله خبرداري ورکري دي

د ترکيې لومړي وزیر مرستیال نعمان قورتوموش په انقره کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي: په سوریه کې تر راتلونکو څو ورځو له اوربند سره به دوی په سوریه کې د کردانو پر وړاندې د بدل اخستو له مخې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

ده ویلي: په سوریه کې د اوربند په تړاو د امریکا او روسیې پر پریکړې باوري ندي او کیدای شي په سوریه کې د روسیې له لوري هوایي بریدونه دوام ولري.

ترکیې د سوریې کردان په انقره کې د تیرې اونۍ په چاودنه کې په لاس لرلو تورنوي او له څه مودې راهیسې یې ددوی پر مرکزونو د درنو وسلو بریدونه پیل کړي دي خو کردان بیا د ترکیې دا تور نه مني.

بله خوا د سوریې دولت او وسله والو مخالفینو یې له دې اوربند سره هوکړه کړې ده.

په ورته حال کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرینی د سوریې په هکله د روسیې او ترکیې د ستونزو د ډیرښت په هکله خبرداری ورکړی ویلي یې دي کیدای شي په سوریه کې ددې دوه هیوادونو جګړه رامنځ ته شي.

فدريکا موگريني – ” مونږ تل په سوریه کې د سیمه ایزو هیوادونو نیابتي جګړې ته نغوته کړې ده دا له هغې جدی ګواښ دی. زه د سړې جګړې په هکله خبرې نکوم کیدای شی د بیلا بیلو ښکیلو اړخونو له لوري توده جګړه رامنځ ته شي. زما هدف امریکا او روسیه ندي بلکې روسیه او ترکیه دي . مونږ اورپایان باید د خپلو ګټو له مخې د ستونزو د ډيرښت مخنیوی وکړ” کليپ ۱

امریکا او روسیې په سوریه کې د اوربند په هکله هوکړه کړې ده خو ویلي یې دي چې د داعش او النصرې جبهې پر وړاندې به بریدونه دوام ولري.

له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلی که چیری تر راتلونکو څو ورځو د سوریې په هکله هوکړه ونشي په ډې هیواد کې د ټیکاو رامڼځ ته کیدو لپاره به ډير ځنډ شوی وي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *