د عربستان د شاهی کورنۍ رسوایي/ محمد بن نایف: زه د ویاړ مډال وړ وم!
د عربستان د شاهی کورنۍ رسوایي/ محمد بن نایف: زه د ویاړ مډال وړ وم
!
پاریس – له دی سره چی پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف له لوري هوایي بریدونه روان وو او دا مسله په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د څانګې په تودو خبرو اوښتې، د کوزت په نامه یوه فرانسوي خپرندویې د سعودي عربستان او فرانسوي چارواکیو ترمنځ ایمیلونه خپاره کړي دي.
ددې ایمیلونو له مخې: د محمد بن آیف آل سعود چې ولیعهد او د لومړي وزیر مرستیال دی له فرانسوي چارواکیو غوښتي ترڅو دوی ته د فرانسې عالی ترینه مډال لژیون دنور ورکړي.
د بشر حقون د مدافع بنسټونو د ریپوټونو له مخې چې په عراق سوریه او یمن کې د جګړو پر مهال په لسګونه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې د نیوکو او غبرګونو په څرګندیدو سره نړیوالو مشرانو دوی تر ډیره تر نیوکو لاندې راوستلي دي. له دې ایمیلونو څخه په یوه کې یې د سعودي شهزاده په ښه توګه د عربستان له لاسه وتلې ځای ځایګي د تر لاسه کولو ته نغوته کړې ده. سعودي عربستان د اتلسو ورځینیو پوځي آزموینو په تر سره کولو سره چې ددوی د یوشمیر ملاترو هیوادونو په ملتیا تر سره شوې یو ځل بیا هځه وکړه ترڅو د رسنیو له لارې ځان پیاوړی وښیي او په دی سره عربي مشران خپل باور او اعتبار تر لاسه کړي.
بل لور ته په سوریه کې د جګړې د پای ته رسیدو اړوند خبرو په پیلیدو سره چې کیدای شي له دې لارې ددې هیواد پنځه کلنه کورنۍ جګړه له منځه لاړه شي، ریاض د خپلې اقلیمی واکمنۍ د له لاسه ورکلو په اندیښنه کې دی. بل لور ته پّ سوریه کې د عربستان له لوري د پوځي مداخلې په هکله د عربستان د بهانو په لټه سره چې موخه یې پّ سوریه کې ددوی د ملاتړو وسله والو دلو د ماتې مخنیوی وو پّ سیمه کې د بدلونونو او د رسنیو له خپرونو سره د ال سعود پر ماتې یې سر پوښ کیښود. هغه ګواښ چې سعودي عربستان ور سره لاس او ګریوان دی دې هیواد په دې وروستیو کې د سوریې د دولت ملاتړې د لبنان حزب الله دله ترهګره ښودلې او هڅه یې کړې ترحو له ایران سره هم خپلې اړیکې بندې کړي ترڅو په ډې سره د اټومي پلان له هوکړې و روسته د سعودي عربستان له ستونزو او اندیښنو کچه راټیټه کړي.
له دې سره د سعودي عربستان انفعال د امریکا ولسمشر هم غبرګون ته اړ کړی دی، اوباما له انتلانتیک ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: عربستان باید زدکړې چې له ایران سره باید څه ډول اړیکې وساتي. بل لور ته د ترکیې لومړي وزیر تهران ته په سفر سره دډې هیواد چارواکیو ته وښوده چې دوی له ایران سره له سره د اړیکو د پیلیدو غوښتونکي دي. د جګړې پلوې هیوادونو د تل آویو په اشارې سره د لبنان حزب الله او یو شمیر نورو فلسطینی مقاومتي ډلې ترهګریزې ښودلې او د عربستان دې پلویتوب او ماشومانه سیاست سیمې له نویو او نورو ګواښونو سره مخ کړې ده.