وهابیت د داعش جرړې دي او لویدیځ هیوادنه دعربستان د خوځښتونو په هکله حساس دي
دآلمان اقتصاد وزیر«زیګمار ګابریل» د «بیلډ» له خپرندویې سره پّ مرکه کې ویلي له دې سره چې عربستان په ټوله نړۍ کې له ترهګرو سره اړیکې او له ریاض سره د آلمان په ګډون د لویدیځو هیوادونو اړیکې دغندلو دي.
د منځني ختیځ د ریپوټ له مخې، ده په دې مرکه کې ویلي: «باید سعود
یانو ته دا په ډاګه کړو چې نورد نو پټو سترګو وخت تیر شوی دی، سعودي عربستان په ټوله نړۍ کې د وهابیانو له جوماتونو ملاتړ کوي او له دوی سره مالي مرستې کوي او له دې لارې ډير ترهګر روزل شوي دي، چې ځیني یې آلمان ته راغلي. مونږ په آلمان کې دبنسټپالیو دمرکزونو د له منځه وړلو جدي غوښتنه کوو. د داعش ایدیولوژي د وهابیت څخه رااخستل شوې او په نورو هیوادونو کې یې ترهګرۍ ته لاره هواره کړې ده ، مونږ له په آلمان کې له دې سره تمایل نه لرو او په آلمان کې یې د جوماتونو د بندولو غوښتونکي یو او له نورو اسلامي مرکزونو او جوماتونو سره کومه ستونزه نلرو».
په دې هکله «توماس اوبرمن» چې دآلمان دموکرات سوسیال ګوند پارلماني کمیټې ریس ویلي: «باید د وهابیت او جوماتونو په رغاونه کې د سعودي عربستان کړنې وڅارل شي. وهابیت د داعش ترهګریزې ډلې ایدیولوژۍ ته د لارې هوارولو ښه وخت په لاس ورکوي او د ترهګرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي».
د ویلو وړ ده چې په دې وروستیو کې دآلمان بهرنیو اطلاعاتو چوپړتیا (بي این اې) په یوه ریپوټ کې سعودي عربستان د سیمې او عربي نړۍ په شخړو کې په لاس لرلو تورن کړی او ددې هیواد له لوري یې د ترهګرو لمنې پر پراخوالي نیوکه کړې ده.