په سوئد کې داسرایلو لومړي وزیر ته داردوغان پرانستلې غیږ
دموساد ریس(کوهن) او د ترکیې د بهرنیو چار مرستیال وزیر ترمنځ پټه او محرمانه غیر رسمي لیدنه چې په سوید کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پټو اړیکو په موخه او د رسنیو له لیده په پټه توګه تر سره شوه، یو ځل بیا یې داردوغان ذلت او حقارت او د اسلام پاله آک پارټۍ هر څه روښانه کړل.
ددې ریپوټ له مخې، د منځني ختیځ خبریال او څیړونکي اشتن مایر په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: د داووس پّ ناسه کې د اردوغان ننداره، د غزې له خلکو د ملاتړ او داسرایلو پر وړاندې چلند پورته شوی ګام وو خو ځینې کسان وایي چې په دې برخه کې د خلکو سترګو ته خاورې شنل شوې دي دوی داسې وایي چې اردوغان هڅه کړې ترڅو پّ دې ډول څرګندونو سره ترکیه او عرب له ځان سره ملګري کړي
.
دا خبریال وایي: اردوغان له اروپا ، ارمنستان،روسیه،سوریه،عراق او ایران سره په جوړجاړي کې له پاتې کیدو سره وروسته د ترکیې مسلمانان پر دینې اوسیاسي باورنو تیر وار کړ او خپل سیاسي شرافت یې له اسرایلو سره د اړیکو په ټینګښت کې له لاسه ورکړ
همدارنګه مایر لیکلي: کله چې د داووس له ناستې د بیرته راتګ پر مهال په هوایي ډګر کې له اردوغان څخه د ترکانوهرکلی چې کله په یاد راوړو او هغه حالت په غزه کې د مړې شوې مور ترڅنګ د داسې ماشوم انڅور چې د ژړا په حالت کې دې پرتله کوو نو زړه به مو دواړو ته وسوځیږي، د ترکیې تیروتلي خلک او یا د فلسطین ټپیان کوم یو د زه سواندي دي؟ نه پوهیږم!