د روم په مرکز کې په یو هوټل کې چاودنه وشوه
د روم په مرکز کې په یو هوټل کې چاودنه وشوه
د روم په مرکزي او تاریځي سان لارینو په سیمه کې په یو هوټل کې چاودنه وشوه چې په پایله کې د هوټل یو همکار ووژل شو.
د ANSA د آژانس د خبر له مخې ویل کیږي، چې دغه چاودنه د یادي ودانۍ په هغه پوړ کې چې د ځمکې لاندي ده او یخچال په کې ځای پر ځای شوی دی، رامنځ ته شوې ده.
په دې هکله د لومړنیو رارسېدلو خبرونو له مخې د چاودنې لامل د بریښنا لینونه په ګوته شوي دي.