د ننګرهار فعالان: د اباسين قاتلين دې اعدام او پر ډيورنډ كرښه د پاكستان تېرى دې بند شي د ننګرهار یو شمیر مدني فعالانو د یو لاریون په ترڅ کې د انسان تښتوونکو له لوري د وژل شوي اباسین د قاتلینو د اعدام غوښتنه وکړه او دغه راز يې په افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه وغندل.

دوی ن12472416_10153566820352106_1938507356744488593_n-820x490ن سهار شاوخوا ۹ بجې د ځوانانو چارو له امریته خپل لاریون پيل او د جلال اباد ښار تر پښتونستان واټه وغځاوه.

د ننګرهار د ځوانانو امر مطیع الله احمدزي ددغه لاریون په څنډه کې کلید ته وویل، چې دا لاريون د ټول ننګرهار مدني ټولنو او د ځوانانو شوراګانو له لوري، د وژل شوي تنکي ځوان اباسین د قاتلینو د علني اعدام د غوښتنې په اړه ترسره شو.

نوموړی په ورته وخت کې له مرکزي دولته غواړي، چې په سرحدي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو تحركات زيات شوي او بايد چې افغان دولت يې مخنيوی وکړي.

په همدې حال کې بیا د مثبت بدلون ټولنې استازي اقبال سخي د یوه پریکړه لیک په لوستلو سره له جمهور رئيس غوښتنه وکړه، چې د اباسین قاتلین دې په علني ډول محاکمه شي.

نوموړي په خپل پریکړه لیک کې د د ډيورنډ كرښې په اوږدو كې د پاکستاني ځواکونو بریدونه په کلکه وغندل او د مخنيوي غوښتنه یي وکړه.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *