د سوریې فوعه کفریا اوسیدونکي ډاکتر جواد امین د حوزې له نړیوال خبري آژانس سره په مرکه کې ددې دوه کلابندو شویو سیمو اوسیدونکو حالت1412957_135 ته په اشارې سره د روژې په مباره کې میاشت کې د خلکو ژوندانه په هکله څرګندونې کړې دي.

ده د فوعې کفریا اوسیدونکي اوسني حالت په هکله ویلي: دا شپږم کال دی چې زما د ښار اوسیدونکي له سختو کلابندیو سره شپې ورځې تیروي او ددوی کلابند دي د ادلیب ښار په سقوط سره چې په تیر کال کې د وسله والو مخالفینو لاس ته ولوید دا ښار کلابند شوی دی. چیش الفتح چې د یو شمیر سلفي ډلو په ملاتړ یې جګړې ته دوام ورکړی دی او ددوی تر ټولو احرار الشام، النصره جبهه او جند الاقصی دي او ډيری دې ډلو له داعش سره بعیت کړی دی.

روغتیایي او صحي شرایط

ده ددې سیمو روغتیایي او صحي حالاتو په هکله ویلي: کله چې ادلیب ښار ماته وخوړه په دې ښار د کلابندی کمربند بشپړ شواو دې ښار ته یواځينۍ د وچې لاره هم بنده شوه. دا د اړیکو لاره د سوریې ډیریو سیمو ته غځیدلې وه او ددې دوه ښآرونو اوسیدونکي کلابند شول چې شمیره یې تر څلویښتو زرو کسانو رسیږي او دا کسان تراوسه د خورو او روغتیایي برخې له کلابندی سره مخ دي.

امین زیاته کړې: هغه څه چې دا انسانان ګواښي، ویرونکي او جدي مسله ده پّ ملي روغتونونوو کې د سوند توکیو او نورو اړینو وسایلو پای ته رسیدل دي ځکه چې په دې رغوتونونو کې پّ سلګونه ټپیان ماشومان او سپینګیري تر درملنې لاندې دي. له دې سربیره په دې روغتونونو کې ديری نور ډول ناروغان هم شتون لري.

دې سوریې اوسیدونکي ویلي: هغه ناروغان چې په دې ناروغیو اخته دي او له خو میاشتو راهیسې د برښنا د پری کیدو او د اړینو درملو د نشتون له کبله یې ساه ورکړې ده.

دده په وینا: د سوند دې توکیو کمښت په ښار کې د اوبو د نه راتلو لامل شوې د هغه اوبو چې د وه کړیو ځاګانو له لارې به ښار ته راتلې او له دې څاه ګانو څخه یو یې په دې وروستیو کې زیانمن شوی دی چې د ځمکې پر سر یې هم خپلې اغیزې پرښې کروندې ته یې زیان رسولی او ټوله ځمکه یې وچه کړې ده. ده ویلي په دې سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده او ډیری توغندي د اوسیدونې پر سیمو توغول کیږي او خلکو ته دا اجازه نه ورکول کیږي ترڅو په خپلو ځمکو کار وکړي په داسې حال کې چې ددې دوه ښارونو اوسیدونکو د ژوند ټولې چارې په کرهنه تړلې دي.

ده زیاته کړې: د جیش الفتحې وسله وال دې سیمې ته د هر ډول توکیو د واردولو مخنیوي کوي چې له دې مخې ویلای شو که چیرې دا ستونزه هواره نشي ددې سیمې ځلویښت زره اوسیدونکي به له سختې قحطی سره مخ شي او که چیرې دا کلابندي دوام پبیدا کړې ددې سیمې اوسیدونکي به له ډيریو ډول ډول ناروغیي سره لاس او ګریوان شي.

جواد امین ددې سیمو پر ضد د رسنیو تلبیغاتو پّ هکله ویلي: دا خطرناکه شرایط او د انسانانو وخیمتیا   ګواښونه او سختی د یوه سعودي په شتون سره چې عبدالله محیسیني نومیږي د فوعه جبهې لوری پیاوړی شوی   او دی ددې ښار د اوسیدونکو پر ضد د ټولنیزو شبکو او رسنیو مسولیت پر غاړه لري.

دی سوریې کارپوه ویلي: دی دیوې ترهګریزې سلفي ډلې چې تر ډيره خونړۍ دی څو ځله ګواښل شوی دی او ده د یوټیوپ له لارې دا ګواښونه خپاره کړي دي او په ډې سره یې د فوعې ښار اوسیدوکي ګواښلي دي. محیسیني ویليد فوعې د سقوط پر مهال به وسله والې ډلې ښځې اوماشومان برمته کړي او پاتې نور چې خپل دشمنان بولي په یوه شیبه کې به یې له منځّه یوسي.

د جګړې د ډګر حالات

دې سوریي اوسیدونکي د جګړې د ډګرونو په هکله ویلي: له دې سره چې په دې ښار کې سلفي ډلو له لوري درانه ګوزارونه او جګړې شوي دي خو بیا هم دوی په دې بریالي نشول چې دې ښار ته دننه شي او دا وړتیا یې تر لاسه نکړه تر څو د کوچوني ځوان سپینګړې ښخې او مجاهد ماشوم باندې واکمني تر لاسه کړي او پر دوی وسله والو تیري کونکي مسلط شي. له دې مخې دوی مخکې له دې ماته خوړلې وه او که چیرې دوی بیا تیری وکړي له دې سره چې دوی په برمختللو وسلو سنبال دي له ماتې سره به مخ شي.

ده په وروستیو کې ویلي: ستاسو د رسنیو له لارې د نړۍ له ټولو آزادي غوښټونکیو ته دا پیغام رسوم چې د بشر دوستي له مخې باید ددې دوه سیمو کلابندي پای ته ورسول شي او د پوځي سرتیري د خلکو د ژغورنې پّ موخه دې سیمو ته ځانونه ورسوي ځکه چې دوی په ریښتینې توګه ګناه نلري او دې دوه ښارونو په دې حساسو وختونو کې شهدیان ورکړي دي ددې سیمې یو شمیر تپیان او ځینې یې هم تر اوسه تري تم دي نو له دې مخې پر دوی باید کلابندي پای ته ورسول شي.

او په پای کې هرڅوکې چې له دې جګړې ځپلې او بیوځله سیمې سره مرسته کوي او همکاري کوي زمونږ غیږ ورته خلاصه دی د سوریې له حکومت او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه مننه کوو.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *