د امریکا د جمهور رئیس د پریکړې سره سم چی لس زرو سوریایی کورنیو ته به په امریکا کی پناه ورکوي، د یکشنبې (اګست ۲۸) په ورځ درې کورنۍ د اردن نه امریکا ته را روانې شوې. دوئ به تر دوشنبې ورځې متحده ایالاتو ته خپل سفر پیل کړي.

پدې ډ0,,19083200_303,00له کې یوه څلورکسیزه کورنۍ به د ورجینیا ایالت په شارت ویل او دوه نورې کورنۍ به چی شپږ غړي لري د کالفورنیا ایالت په سنتیاگو ښارونو کې میشت شي.

ددوی تر څنگ د سوري مهاجرینو یوه بله ډله هم له دوئ سره د یکشنبې او دوشنبی په ورځو کې امریکا ته سفر روانیږي.

پداسی حال کی چې په سوریه کی کرکیچ روان دی سوریایي کورنیو ته په عمان کی ښه راغلاست وویل شو. په اردن کی د امریکا سفیره الیس ویلس وایی د مهاجرینو د بیا ځای په ځای کولو پروگرام خوندي پروگرام دی او د ټولو نورو هیوادنو په پرتلې سوریایي مهاجرینو ته، تر ټولو د سختو پوښتنو او معلوماتو اخستو وروسته امریکا ته د راتگ ویزه ورکړشوې ده.

سفیرې الیس ویلز وویل “دغه کورنی چی نن سهار (یکشنبې) له مونږ سره یوځای شوې دا د کډوالو د هغې لویې ډلې له جملې څخه دي چی نن او سبا ته به امریکا ته سفر کوی او ډیر ژر به امریکا ته ورسیږی تر څو هلته خپل نوی ژوند پیل کړی او مونږ ورته د ښه ژوند او کامیابی هیله کوو. “

سفیره وایي متحده ایالاتو ته د لس زرو سوري مهاجرینو تلل به د امریکا د امنیتي تدابیرو په بیه تمام نشي. هغې وویل په مهاجرینو کی هم ډار او هم خوشحالي محسوسوی، ډار ځکه چی نا بلده دي او خوشحالي په دې چی د خپلو اولادونو د راتلونکی لپاره خوشحاله دي.

په سوریاییانو کې پنځه اویا فیصده مهاجرین د تاوتریخوالي سره مخ و او ډیر ځپل شوي دي چې په دوئ کې د دریو نه د دوه برخو عمر یی د اتلسو نه کم دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *