په مکه کې د استخدام کمیټې غړی: د کار وزارت د خدمتکارانو په ډول د دریو هیوادونو ښځینه کارکونکې په دندو ټاکي

په مکه کې د استخدام کمیټې غړی: د کار وزارت د خدمتکارانو په ډول د دریو هیوادونو ښځینه کارکونکې په دندو ټاکي

په مکه کې د استخدام کمیټې غړي منصور جابري ویلي: د کار وزارت او ټولنیز تعاون د ښځینه کارونکو د ټاکلو یواځې د دریو هیوادونو ښځې په دنده ګماري چې هغه د بنګله دیش، ویتنام او کامبوجیا اوسیدونکې دي.

جابري په دې لړ کې ویلي: دوی د هندی، اندنزی، پاکستان، مالزی، سری لانکا، سنگاپور او یو شمیر نورو هیوادونو د ښځینه کارونکو په ټاکلو کې هیڅ ډول ژمنتیا نلري او په دې هکله د یادو هیوادونو سفارت خونو ته به هیڅ ډول ځواب هم ورنکړي.

د جابري په وینا: د تر سره شویو تحقیقاتو له مخې، هغه ښځینه کارکونکي چې د کار لپاره له دې هیوادونو عربستان ته راځي په خپله ددوی په هیوادونو کې ددوی د ژوندانه له پاره شپې ورځې ډيرې سختې وي نو له دې مخې دوی دې ته ندي چمتو تر څو په هر ډول شرایطو کې خپلو هیوادونو ته وګرځي.

ده ویلي: پّ تیرو وختونو کې په بیلابیلو دیرشو دفترون کې د ښځینه خدمتکارانو ټاکنه شوې او ددوی معاشونه د کار وزارت تر څار لاندې وي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *