د امریکا نیو جرسي کې اور ګاډی ټکر

د امریکا په نیو جرسي ایالت کې یو اورګاډی له هوبوکن نومي تم ځای سره ټکر شوی، چې پایله کې یې یو کس وژل شوی او له سلو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې اورګاډی د ټکټ اخیستو له ځای سره ولګېد او تم ځای ته د سپرلیو ننوتو تر ځایه ورسېد.

په تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د اور ګاډي واګنونو او تم ځای ته سخت زیان اوښتی او دغه راز د تم ځای د بام یوه برخه نړېدلې ده.

له پېښې وروسته د مرستې پراخې چارې پیل شوې او له واګنونو نه د خلکو ایستلو هڅې پیل شوې.

د نیو جرسي ټرانزیټ ویانده جینیفر نیلن وايي، روغتونونو ته د ټپیانو لېږدولو لپاره ۲۰ امبولانسونه سیمې ته رسېدلي دي.

زه اورګاډي کې نه وم، خو له پېښې سملاسي وروسته هلته ورسېدم، له بامه اوبه څڅېدې او خلکو د اورګاډي له ورسیو ټوپونه وهل. د یو شمېر کسانو له سرونو وینې بهیدې.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *