د «قاطعیت طوفان د عملیاتو شهیدانو» په نامه په مکه مکرمه کې د جومات جوړیدل
د «قاطعیت طوفان د عملیاتو شهیدانو» په نامه په مکه مکرمه کې د جومات جوړیدل
په عربستان کې د جوماتونو د جوړولو خیریه موسسې په مکه مکرمه کې د قاطعیت طوفان د عملیاتو د شهیدانو په نامه د جومات له جوړیدو خبر ورکړ.
دې موسسې له دې سره چې خلکو ددې جومات په جوړولو کې برخه اخستې ویلي ددې جومات په جوړیدو سره به د شهیدانو روح خوښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالی کمیسیون اعلان کړی چې ددې عملیاتو له پیله تر اوسه په سیمن کې څلور زره ملکي کسان وژل شوي دي، نهه سوه زره خلکو کډوالی ته اړ شوي او پنځه سوه اولس جوماتونه ویجاړ شويدي. اوه سوه پنځوس مدرسې او شپږ دیرش پوهنتونونه تړل شوي دي. دوه سوه نهه ویشت روغتونونو او روغتیایي مرکزونه او شپاړس مطبوعاتي موسسې بندې شوي دي.