د هند او پاکستان په ګډه پوله کې د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمنځ نښته شوې

د هند او پاکستان په ګډه پوله کې د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمنځ نښته شوې

د پاکستان پنجاب ايالت سره په ګډه پوله يو ځل بيا د هندي او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتو کې يو پاکستانى ټپي شوى دى.

د پاکستان پنجاب ايالت پوځي چارواکو ويلي، چې ځواکونو يې کلک ځوابي بريد کړى دى.

بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، هندي ځواکونو تېره شپه يوولس نيمې بجې د دوى پر پوستو د درنو او سپکو وسلو بريدونه کړي، چې د اندېښنې وړ يې بللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي شخړو زور اخيستى، چې له كبله يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

 

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *