پکتيکا کې د اوبو دوه بندونه جوړيږي
پکتيکا کې د اوبو دوه بندونه جوړيږي
جمهور رئيس غني د پکتيکا له مشرانو سره ژمنه وکړه، چې په نوي کال کې به د دې ولايت د ښوونځيو د ودانيو ستونز حل او لږ تر لږه دوه بندونه به په کې جوړ شي.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني، تېر ماښام د پکتيکا له ځينو مشرانو او په ملي شورا کې د دې ولايت له استازو سره په ارګ کې وکتل.
سرچينه کاږي، په پيل کې په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي محمود سلېمانخېل د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د ياد ولايت د سرکونو، بندونو جوړولو او برېښنا ستونزې او د ارګون د ماسټر پلان د تطبيق او په بېلابېلو ادارو کې د ياد ولايت د ځوانو او علمي کدرونو د جذبولو په اړه يې د خلکو وړانديزونه له جمهور رييس سره شريک کړل.
سرچينه زياتوي، جمهور رييس د دوی د ستونزو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته د وينا پرمهال د سولې او ثبات د تامين په برخه کې د پکتيکا د خلکو مېړانه او هلې ځلې وستايلې.جمهور رئيس وويل، په نوي کال کې به د ښوونځيو د ودانيو ستونزې په اساسي توګه حل شي او همدارنګه به د ۲۹ جوړېدونکو بندونو له جملې څخه لږ تر لږه دوه بندونه په پکتيکا ولايت کې جوړ شي.