په غزني ولايت کي د «احيايي سنت او امحاي بدعت» تر نامه لاندي سيمينار په لاره اچول شوی وو
په غزني ولايت کي د «احيايي سنت او امحاي بدعت» تر نامه لاندي سيمينار په لاره اچول شوی وو په دې سيمينار کې په اسلامي ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو پر پلي کولو ټينگار شوی دی
په دې سیمینار کې ویل شوي، د اسلام په مبارک دین کې په ښه توګه د ښخو، بشر حقونو او نورو برخو رڼا اچول شوې خو ځینې کسان په تیروتنې سره دا مسایل له لویدیځو هیوادونو راغلی کلتور بولي.
په ورته حال کې ددې ولایت د شیعه عالمانو شورا په اسلامي ټولنه کې د مسلمانانو یوالی اړین بولي او د مسلمانانو ترمنځ یوالي د حضرت نبي کریم ص له هغه موخو بولي کوم چې تر ډيره پرې ټینګار شوی دی.
په دې ورځو کې چې د اسلامي اخوت له اونی سره سمون لري د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د مسلمانانو او دیني عالمانو له لوري ناستې او غونډې تر سره کیږي او په اسلامي یوالي ټینګار کیږي. د غزني ولایت په دې ناسته کې هم د مسلمانانو ترمنځ د واټڼ رامنځ ته کول داسلام دښمنو چلوټې بولي او له خلکو څخه یې غوښتي ترڅو په خپل یوالي سره دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.