د اسلامي بېدارۍ لسمه نړيواله غونډه په تهران کښې تر سره شوه

د اسلامي بېدارۍ لسمه نړيواله غونډه نن ماښام د تهران په ازادي هوټل کښې د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه د مختلفو مذاهبو د علماو او نامتو شخصيتونو په ګډون سره جوړه شوه.

د بېداري اسلامي د سائيټ د رپوټ له مخې په دغه غونډه کښې د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې عمومي سېکتر ډاکټر علي اکبر ولايتي د دغې ټولنې د فعاليتونو په وړاندې کولو سره وويل: تقريباً پينځه کال اګاهو  د اسلامي بېدارۍ په شروع کېدو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آيت الله العظمي خامنه اي په تدبير او نوښت سره د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې بنياد کېښودې شو چې دغې ټولنې د اسلامي بېدارۍ د دښمنانو لخوا  د سيال او رقيب په توګه د تکفيري او ترهه ګرو ډلو د جوړولو او د مسلمانانو د تجزيه کوونکو طرحو په مخ بيائيلو باوجود د دغې سترې انحرافي څپې د پېزواني کولو په زمينه کښې خپلې غوښتنې عملي کړي شوې.

هغه په دوام کښې وويل: دا په داسې حال کښې دي چې د تکفيريانو او د هغوي د سيمه ايزو او نړيوالو ملاتړو د منحوسې او ناروا څېرې په مقابل کښې له بل هر وخت نه زيات د اسلامي امت عامه افکارو، علماو، دانشورانو او ملتتونو او د هغوي مشرانو ته په ډاګه شوه چې او ورو ورو يې د تشدد پسندو او تکفيري ترهه ګرو د دغه بهير په مقابل کښې اسلامي نړۍ متحده او يوموټې کړې ده.

هغه په دوام کښې له تکفيري بهير سره د هر اړخيزې مقابلې په ضرورت باندې په ناکيد سره وويل، بې له شکه په سوريې او عراق کښې د داعش او نورو د تکفيري ډلو ماته به د اسلامي نړۍ لپاره يو فرصت رامنځته کړي او له افراطي، تکفيري او ترهه ګرو ډلو او عناصرو سره د مبارزې او مقابلې لپاره د جهاد روح او په نفس باندې اعتماد به له يوې خوا او د اسلامي بېدارۍ پرمختګ به له بلې خوا  له مخکې نه لا زيات کړي.

ډاکټر ولايتي د اسلامي نړۍ په بدلونونو کښې د اسلامی بېدارۍ د غونډې څرګند رول باندې په تاکيد سره زياته کړه: دا غونډه له هغو وسائلو او امکاناتو څخه په استفادې سره چې په اختيار کښې يې لري، خپل ټول توان او کوشش په مختلفو اسلامي سيمو کښې د اسلامي بېدارۍ د پراخې څبې له دوام سره مرسته باندې بدله شي چې دا مسلمانو ملتونو ته دا اميد ورکوي چې اسلام نه يوازې د رافت او مهربانۍ دين دے بلکه د مقاومت او اقتدار دين هم دے او دا خبره روا نه ده چې په اوسنۍ نړۍ کښې د يو داسې اقليت باوجود چې په اقتصادي او فوځي وسلو سره سنبال دے د سلطط نظام په سر کښې وي او مسلمان  يې چې د ستر تمدن وارثان دي او له زياتو تېلي او غېرو تيلي  سرچينو څخه برخور دي او د نړۍ تقريباً يو نيم ميليارډ نفوسه تشکيلوي تر لاندې راشي.

د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې عمومي سېکتر په اوسنيو حالاتو کښې د اسلامي نړۍ د علماو په کردار باندې په تاکيد سره وويل: په اوسني وخت کښې د اسلامي ټولنو علماء، دانشوران، روشنفکران، پوهان او مشران له تکفيري ، فتنه اچوونکواو د دين او اسلام په خلاف دسيسې کوونکو ډلو سره د مقابلې د ضرورت په لړ کښې د تکفيريانو د سپېرې څېرې په ورپېژندلو او بېدارولو او همدارنګ د اسلامي بېدارۍ په وجه په راپېدا شويو ذمه واريو باندې د عمل لپاره څو چنده دنده لري، هغه ذمه وارۍ چې د سلطې له نظام سره مقابله او د اسلام له دښمنانو څخه نه اطاعت دے مسلمانان يې په سر کښې شتون لري چې عملي يې کړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *