په ترکیه کې یوه بریدګر د روسیې سفیر په ډزو سره وواژه

په ترکیه کې یوه بریدګر د روسیې سفیر په ډزو سره وواژه

د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د روسيې سفير اندري کارلوف د يوه نندارتون غونډې ته د وينا پر مهال په ډزو ويشتل شوی و چې د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړه.

د دغې پښې ويډيو ښيي، بريدګر په داسې حال کې پر ښاغلي کارلوف بريد وکړ چې د “الله اکبر” نارې يې وهلې او د “سوريې او حلب” نومونه يې يادول.

روسي چارواکو د دغه بريد پړه پر اورپکو ډلو اچولې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وياندې، ماريا زاخارووا، په يوه تلويزيوني پيغام کې د ښاغلي کارلوف مړينه تاييده کړه او دا يې يوه “ترهګره کړنه” وبلله.

راپورونه ښيي په دغه بريد کې نور کسان هم ټپيان شوي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان دغه بريد غندلی او دا يې د ترکيې پر دولت او ملت بريد بللی دی.

“نوموړي ويلي، ما له ښاغلي پوتين سره خبرې وکړې، موږ دواړه په دې هم نظر وو چې دا يو پاروونکی عمل دی او د دواړو هېوادونو تر منځ کومه لانجه نشته”.

دغه بريدګر چې په خپله امنيتي ساتونکی دی له پېښې وروسته د پوليسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *