د ۲۰۰ زره جریبه دولتي ځمکې غصب د بلخ د خلکو د استازو له خوا
د بلخ ولایت د عدلې رئس وایې : ۲۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه په دې ولایت کې د یو شمیر د ملي شورا ، د ولایتي شورا د غړو او د محلي قومندانانو له خوا غصب شوی ده .د بلخ د عدلې رئس سید محمد جغفري مصباح چې د سه شنبې په ورځ یې دیاد ریاست له پاره د نوې ودانې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې د دې مطلب په ویلو سره زیاته کړه : په روان کال کې په دې توانیدلي چې ۴۰ زره جریبه دولتي ځمکه یې د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده .
نوموړي وویل : تر اوسه پورې هم ۱۵۰ رزه جریبه دولتي څمکه چې د ملي شورا ، د ولایتي شورا استازو او د محلي قومندانانو په لاس کې ده .
نوموړي په تیرو دوو لسیزو کې د قانون د حاکیمت نه شتون او د زور واکو شتون د دولتي ځمکو د غصب اصلي علتونه په ګوته کوي .
د بلخ د ولایتي شورا ریس ډاکټر محمد افضل حدید هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د دولتي ځمکو غصب د ځیني زورواکو له خوا تاییدوي .
په پارلمان کې د بلخ د خلکو استازي محمد عبده ځیني دولتي کړې په قانون ماتولو تورنوي او زیاتوي، د حکومت د زور واکو پر وړاندې دکلکې ارادې نه شتون په ټولنه کې د قانون د نه عملي کیدو اصلي سبب ګرځیدلی دی .
همدارنګه ښاغلی عبده د زور واکو او قانون ماتوونکو د ګرفتارې او دوې ته د سزا ورکولو غوښتونکی شو ، د دولتي ځمکو غصب د سیمې د زورواکو له خوا هغه برخه ده چې څو څو وارې د حکومت او د خلکو د استازو له لورې تر بحث او خبرو لاندې نیول شوې ده .
په ۱۳۹۲ کال کې پارلمان کې د خلکو استازو قانون تصویب کړ چې له مخې به یې دولتي ځمکې بیرته دولت ته تسلیم شي او عاملین به یې په سزا ورسول شي .
تر اوسه پورې هم دهیواد په زیاته اندازه دولتي ځمګې او ملکیتونه د هغو زور واکو ترلاس لاندې دي چې په دولت کې هم پوره صلاحیت لري او له دغو ځمکو څخه د خپل ځان له پاره شخصي ګټه اخلي .
محراب الدین ابراهیمي – د شمالي زون خبریال