د انفجاري موادو ډک واسکټ د چاودنې له امله د داعش تروریستي ډلې ۲۷ جنګیالي ووژل شول
د جوزجان ولایت سیمه ایز چارواکي وایي،د درزاب په ولسوالۍ کې د یو انتحاري واسکټ د چاودلو له امله د داعش ترهګرې ډلې ۲۷ کورني او بهرني جنګیالي وژل شوي دي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري خاور میانه خبرې اژانس ته وویل ،تیره ورځ( کب ۹) دداعش وسلوالې ډلې جنګیالي د خپل انتحاري واسکټ هدف شوي دي چې په نتیجه کې دکورنیو او بهرنیو جنګیالیو په ګډون نهه تنه وسله وال وژل شوي دي.
ویل کیږي چې ددې ډلې په وژل شویو بهرنیانو کې ۱۰ ازبکیستاني،۶ تاجکستاني او دوه د فرانسې هیواد اوسیدونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې داعش ډلې ددې ولسوالۍ په امنیتي پوستو حملې شروع کړې وي د سیمه ایزو مقاماتو په وینا دغه حملې دغه ډلې ته په درنو تلفاتو اړولو سره په شا تنبول شوي دي.
مګر سیمه ایزې سرچینې وایي ،اوس هم داعش ډله ددوهم ځل لپاره د ولسوالۍ په مرکز د حملې چمتو والی لري.
تر اوسه پورې داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.