د ازادۍ او ننګ اوچت سر د قاتلینو د دروازې په مخ کې ولاړ دی
د ګلبدین حکمتیار د ګوند پورې تړلي یو ځان مرګي برید ګر د ۲۰۱۳ کال د مۍ میاشتې په ۱۶ نیټه د وزیر اکبر خان په یوه پلورنځي کې ځان ته چاودنه ورکړه چې پایله کې یې استاد حمیده برمکي د خپلې کورنۍ د ټولو غړیو سره ووژله او ددغې حملې مسؤلیت په رسمي ډول د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي ډلي ومانه؛ همدارنګه په دغه حمله کې څوتنه بهرنیان هم ووژل شوي وو.
د څو کالو له تیریدو وروسته اسلامي حزب د حکمتیار په مشرۍ د سولې د پروسې سره یو ځای شو او کابل ته راغلی ،کابل ته د حکمتیار راتګ د افغانستان د فرهنګي طبقې او مدني ټولونو د غبرګونونو سره مخ شو هغوې اعتراض وکړ چې ګلبدین باید کابل ته را نه شي د همدومره غبرګونونو سره سره حزب اسلامي کابل ته راغلی او د نظام برخه شو.
ګلبدین حکمتیار لومړنی جهادي مشر وو چې د داعش ترهګرې ډلې ملاتړ یې وکړ او په یوه بیانیه کې یې وویل که چیرته د طالبانو او داعش ترمنځ نښته وشي دې به له داعشیانو ملاتړ وکړي،همدارنګه ګلبدین د یوې رسنۍ سره په یوه وروستۍ مرکه کې ځان وژونکي حملې استشهادې حملې وبللې او هغه یې جایز وګڼلې،د ګلبدین د راتګ په ورځو کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو متفاوت سرلیکونه خپاره کړل چې د یوې رسنۍ سرلیک په دې ډول وو” په غیر د عدالت څخه بخښنه؟افغانستان د کابل د قصاب د ستنیدو په درشل کې؛ د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې په راکټ ویشتلو مشهور دی.
حکومت له خپل ځانه تیر شو او د امنیت ملې د پخواني مشر امرالله صالح په وینا دا د سولې تړون دې د بخښنېرتړون ونومول شي او د بخښنې تړون دې لاسلیک شي؛حکمتیار په غیر د کومې دانې وربشي څخه تردې پورې چې د ځینو انتهاري حملو مسوولیت یې هم په خپله غاړه اخیستی وو کابل ته دننه شو او د حکومت د بودیجې څخه میاشتنۍ پیسې لاسته راوړي.
مګر دا ډول ټپونه یې لا هم تازه دي هرکله چې حکمتیار په رسنیو کې راڅرګند شي دغه ټپونه راتازه شي ځکه چې په ځان وژونکو بریدونو کې چې اسلامي حزب یې مسولیت په غاړه اخیستی دی هر یو کس پکې د کورنۍ نږدې غړي له لاسه ورکړي دی.
د کابل اوسیدونکو بالاخره ددې ټکې په ویلو سره چې د وینې خیرې هیڅکله د قصاب له لمنې نه پاکیږي حاضر نه دي چې د هغه څه په اړه چې حکمتیار یې په کورنیو جنګونو او وروستیو انتحاري حملو کې مرتکب دی سترګې پټې کړي.
په همدغه حال کې د “هنر سالار” د انځورګرۍ یوې ډلې د استاد حمیده برمکي څیره د ګلبدین حکمتیار د کور مخې ته انځور کړیده چې حکمتیار به هر ځل د کور څخه د راوتو په وخت دغه انځور ګرۍ ته ګورې او فکر به کوي چې په یوه ځان وژونکي حمله کې چې ددوې حزب یې مسؤولیت اخیستی وو دغه ښځه د خپلې کورنۍ د ټولو غړو سره یو ځای پکې وژل شوي وه.
کله چې دې عکس ته ګورې د ازادۍ او ننګ اوچت سر به وینې چې قاتلینو د دروازې په وړاندې ولاړ دی او ګونګه ژبه چیغې وهي چې” په کومه ګناه دې وژلي یم” ایا زما حرم دا وو چې د هیواد بچو ته د انسانیت درس ورکړم؟
په همدغه حال کې کاوه اهنګر په خپله پیسبوک پاڼه لیکلي دي چې ویکتور هوګو د وجدان تر عنوان لاندې لیکنه لري.د هغه په لیکنه کې د هابیل د وژلو نه وروسته د قابیل روحي حالات په تصور کې راځي.قابیل ډیره موده وروسته د هابیل وژلو ته متوجه کیږي چې همیشه یې یوه سترګه د اسمان په کنارو کې د هغې ماتي ته ګوري.قابیل غواړي ددغې نندارې څخه وتښتي؛ ورورسته خپلو اولادونو ته مشوره ورکړي چې په کوم ځای کې چې اوسیږو له دې ځایه باید یوه بل ځای ته کوچ وکړو؛ قابیل د ټولې لارې په اوږدو کې یواځي په یوه سترګه ګوري چې پرته د رپولو هغه ته مضبوطې مالومیږي.
د څو ورځو او شپو له سفر څخه وروسته دوې ددوه سیندونو په مابین کې یوې وادې ته ورسیدل؛ د قابیل زامن او لمسیان د هغه په مشوره د بابل د ښار د جوړولو لپاره په همدغه ځای کې پاتي شول.قابل مشوره ورکړه چې د هغه لپاره دې یو برج جوړ شي،برج جوړیږي او د قابیل زامن برج په جادویي ډول په همیشنۍ تیارو کې پټوي تر څو د یخنۍ او ګرمې د لیدو پر وخت یې سترګې یواځي په دې ونه توانیږي چې تیارې روښانه کړي او د د قابیل ارامګاه ته لاره وکړي او د هغه ارامي له منځه ویسي.
قابیل تر زړښته پورې د برج په داخل کې اوسیدل غوره کړل.
د قابیل بچي هغه ته وایي چې مونږ د ښار په دروازه کې ددې جملو جوړیدلو حیران کړي یو:چې خدای د دې ځای دداخلیدو اجازه نه ورکوي.
د قابیل د اوسیدو نه ډیر وخت وروسته هغه په برج کې له تورتمونو تیریږي چې یوه ورځ د هغه یو زوی هغه ولیدل او د هغې څخه یې پوښتنه وکړه:
— ایا اوس هم هغه سترګي وینې؟
قابیل ځواب ورکوي:
— هغه سترګې د هغې یخنۍ ،ګرمۍ او بې روحې په ننداره کې اوس هم زما په فکر کې دي….
په دوام کې اهنګر لیکلي دي دي افرین او سل افرینه دې وي پر هغو ملګرو چې د ګلبدین د کور مخې ته یې د استاد حمیده برمکي انځور رسم کړی دی.
د شهیدې برمکي انځور ته ښکاره کتنه داسي ده چې د قابل د انځور ننداره پکې کیږي او ګلبدین حکمتیار ته تل خیره ګوري.که چیری هغه لکه قابل غوندې امر وکړي،
چې د استاد برمکي انځور به هیڅ کله به په ودانۍ کې پاتې نه شي, تر څو د استاد برمکی له د انځور له لیدنې څخه وتښتي, نوموړی ننداره لا هم پر هغې داسی سړه او بې حسه ده لکه دې هابیل پر قابیل باندې چې د ترس ( تشویش ) وړ ده.
د استاد برمکي ننداره به همیشه د ګلبدین ته خیره وګوري ترهغه وخته پورې چې د الله تعالی لخوا هغې ته او د هغوې معصوم او نازولي ماشومانو ته ورکړل شي؛دغه ننداره به د ګلبدین د وجود په برخو وپاشل شي تر دې پوري چې هغه دستور ورکړي چې د برج په دروازه ظلمونه هم نوشته کړي.
الله تعالی ددې ځای د ننوتلو اجازه نه ورکوي…
ندیم پارسینا