اردوغان ته د ترکیې د لمړي وزیر او د وزیرانو د پلاوې ټولو اختیاراتو سپارل

د ترکیې د نوې حکومت د دستور له مخې ،د لمړي وزیر او د وزیرانو د پلاوې ټول اختیارات د دې هیواد نوي جمهور رییس ته سپارل کیږي.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې د ترکیې د نوې حکومت د ۴۷۷ ګڼه فرمان له مخې تیره ورځ چهارشنبه د چنګاښ ۱۳ مه د لمړي وزیر او د ترکیې هیواد د وزیرانو ټول مسوولیتونه د دغه هیواد نوې جمهور ریس رجب طیب اردوغان ته سپارل کیږي چې دغه خبر د ترکیې په رسمي ورځپاڼو کې هم خپور شوی دی.

په دې اساس د ترکیې د جمهوري ریاست د سوګند ترسره کولو د مراسمو وروسته به د جولای په اتمه د ترکیې د جمهورې ریاست نوی سیستم د پارلماني او لمړي وزیر د سیستمونو ځای ونیسي چې دا د دغه هیواد په تاریخ کې عطفي ټکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې لمړي وزیر بنعالي ییلدیریم د دغه هیواد د جمهوري ریاست  سیاسي نظام په تغیرولو سره ددې هیواد وروستی لمړی وزیر وو چې خپلې وروستۍ کتنې یې په دې طرف کې د اسماعیل قهرمان،د پارلمان رییس او د فوځ د ګډې رهبرۍ رییس خلوصي اکار سره ترسره کړې او له دې لورې څخه یې خدای پاماني وکړه.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *