په بلخ کې د طالبانو یو خطرناک سرګروپ ووژل شو
د کورنیو چارو وزارت وایي چې په بلخ ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو خطرناک سرګروپ وژل شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت نن د ( غویي ۲۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې «ملا خادم» د بلخ ولسوالۍ د «مغل» په کلې کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې شپږ تنه نور طالبان هم وژل شوي او د سرور په نوم ددغه ډلې یو بل مهم غړی نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي د بلخ ولسوالۍ ۸ کلې یې په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي او د ترهګرو اړوند یوه عراده موټر او درې عرادې موټرسایکل یې هم تخریب او له مینځه وړي دي.
ملا خادم د بلخ ولایت د بلخ په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو کلیدې غړی وو او د ترهګریزو بریدونو په پلان جوړونه کې مهم رول درلود.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.