د کابل په چاودنه کې د ۱۳۰ څخه د زیاتو کسانو مرګ ژوبله
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د تیرې شپې د موټر بمب چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو او ټپیانو شمېر ۱۱۹ ته رسیدلی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،تیره شپه د ۹:۵۵ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې د «قابل بای» په سیمه یوه زوره چاودنه ترسره شوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې دغه پیښه د «ګرین ولیچ» کمپ دیوال ته نږدې د چاودیدونکو مواد څخه ډک یو تراکتور موټر د چاودنې له امله رامنځته شوي ده.
نوموړې ټینګار وکړ چې ددې چاودنې په پایله کې د پیښې ساحې ته نږدې د تیلو ټانک هم سوځیدلی او د دواړو چاودنو په نتیجه کې،د ملکي وګړو او کمپ د کارکوونکو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
رحیمي څرګنده کړه چې ۵ تنه بریدګر هم چې د برید په سیمه کې پټ شوي و د امنیتي ځواکونو لخوا له پښو غورځول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې په دې پیښه کې د قابل بای سیمې د اوسیدونکو کورونو ته هم زیات زیانونه اوښتي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د ملې پولیسو له لوري له سیمې څخه ۴۰۰ تنو بهرنيو اتباعو ته په خوندې ډول نجات ورکړل شوی دی.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس،د نن سهار پینځو بجې ( وږي ۱۲) د څیړنې او نجات ټیمونو عملیات پای ته رسیدلي دي.
وسله والو طالبانو ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د کمپ په نږدې سیمو کې ملکي وګړې هستوګنه نه لري.