پر یمن د عربستان د برید څیړنه (تحلیل)
په یمن کې د سعودي عربستان نیغه مداخله، په بحرین کې د آل خلیفه له رژیمه ددې هیواد کلک ملاتړ ته ورته ده. په بحرین کې هم سعودي عربستان په نیغه توګه پوځي مداخله وکړه او ویي کولای شول د آل خلیفه رژیم په داسې حال کې وساتي چې پنځه اتیا سلنه بحرنیان ددې رژیم پر خلاف دي.
په یمن کې کړکیچ هغه مهال زور واخیست کله چې ددې هیواد ولسمشر( منصور هادي) له خپلې دندې استعفی ورکړه او له دې وروسته یي خپله ورکړې استعفی بیرته تر واخسته او عدن ښار ته لاړ ترڅو د حوثیانو د مخالفت لپاره یو نوی لوری رامنځ ته کړي، منصور هادي، د حوثیانو له لوري د واک تر لاسه کولو څو ساعتونو وروسته، له حوثیانو سره له هوکړې سرغړونه وکړه او دا ددې لامل شول ترڅو حوثیان د پلازمینی واک هم تر لاسه کړي. د یمن په پلازمینه د حوثیانو له واکمنۍ وروسته، د یمن ولسمشر( عبدروبه منصور هادي) استعفی ورکړه او د یو شمیر ډلو له لوري د هڅونې له مخې یي له صنعا څخه پښې سپکې کړې او خپله استعفی یي بیرته واخسته او په دې سره یي نوی حکومت اعلان کړ. اعرابو هم په دې هڅونه کې لاس درلود او اعلا یي وکړ چې په صنعا کې خپلې سفارت خونې تړي او په عدن ښار کې ( چیرته چې د یمن مستعفی ولسمشرژوند کوي) خپل سفارتونه پرانیزي.
له حوثیانو سره د یمن حکومت لوبې دا ډله اړ کړه ترڅو په دې هیواد کې واکمنۍ ته لاس اچوي. حوثیانو چې له زرو ډیر کلونه پر یمن حکومت کړی وو، په تیرو پنځوسو کلونو کې څنډې ته شوي دي او واک د لږکیو لاس ته ورغلی وو. دوی په ۲۰۰۴ څلورم کال کې د القاعدې او تکفیري ډلو پر وړاندې چې ددوی کلتور او دود یي په نښه کړی وو، ډګر ته راووتل. دوی د یمن پخواني دیکتاتور علي عبدالله صالح د حکومت په نسکورولو کې مهم رول لوبولی، خو کله چې له پاڅونه وروسته د علي عبدالله صالح د مرستیال په مشری حکومت رامنځ ته شو، حوثیان یو ځل بیا له سختیو سره مخ شول، منصور هادي اعلان وکړ چې یمن په اوو فدرالي سیمو ویشي خو حوثیانو چې په دې سره تر ټولو په بده جغرافیه کې پاتې کیدل اعلان وکړ، چې دوی له دې پلان سره مخالف دي، ځکه چې دوی له دې هم له ډیریو محرومیتونو سره مخ کیږي او د پلان یي د تبعیض له مخې رامنځ ته شوی وښود.
له دې سره چې دوی له منصور هادي سره خبرو ته ناست و، د یمن له مستعفي ولسمشر سره هوکړې ته هم رسیدلي ؤ خو منصور هادي له هوکړې یوه شپه وروسته استعفی وکړه او د یمن لپاره یي یو نوی کړکیچ رامنځ ته کړ. ده له دندې پریښودو وروسته خپله استعفی بیرته اخستې او د حوثیانو پر وړاندې یي د جګړې لیکو رامنځ ته کول غوره وګڼل. د منصور هادي په دې کړنې سره د حوثیانو قهر لا ډیر شو او د عدن ښار چې منصور هادي پکې ژوند کاوه د نیولو لپاره لاس په کار شول چې په لړ کې یي تیره اونۍ منصور هادي له دې ښاره هم په تیښته بریالی شو خو ده ته نږدي ځینې کسان لکه د دفاع وزیر د حوثیانو له لوري ونیول شول. اوس چې د مستعفی ولسمشر ځواکونو ماته خوړلې، په سیاسي او جګړه ایز ډګر کې د حوثیانو پر وړاندې کمزوره شوي او تل یي له دوی سره دوه ګونی سیاست غوره کړی، عربستان ډګر ته را ودانګل ترڅو د منصور هادي له دولت څخه دفاع او ملاتړ وکړي.
خو د ریاض دا ګام پورته کونه به د منځني ختیځ پر حالاتو او شرایطو ډیره بده اغیزه وکړي. دا دوهم ځل دی چې سعودي عربستان په خپلو پوځي عملیاتو کې پولې له هیره باسي او نه یي پیژني. دا ټول ګامونه د خلیج فارس همکاری شورا او لویدیځ هیوادونو تر سیوري لاندې تر سره کیږي. یمن له دې سره چې تر تولو بیوځله عربي هیواد دی خو د ستراتیژیک اړخه ډیر مهم هیواد شمیرل کیږي او د نفتو ډیری برخه ددې هیواد له لوري صادریږي. د یمن پر سر جګړه د اعرابو لپاره ډیره اړینه ده خو دا جګړه به په منځني ختیځ کې نوی اور بل کړي.