ټاکل شوې تر راتلونکو دريو کلونو د هيواد کليو دوه سوه پنخه سوه کيلو متره سرک ورغول شي. د ټول گټې وزارت مرستيال (عبدالهادي رفيعي) په کابل کې د سړک جورنې پروژې د سروي په ورکشاپ کي وويل: دا واټونه به د لارو ستونزو د هواري او هيواوالو ته د بوختيا په موخه جوړ شي.

د ټول ګټې وزارت مالي او ادارې مرستیال(عبدالهادي رفیعي) ویلي: ترانسپورتي مصئونو بنسټونه په هیواد کې د اقتصادي ودي او پرمختګ لامل ګرځي. ددوی په وینا، له لسو کلونو راهیسې، د هیواد د کیلو شپیته زره کیلو متره واټونه رغول شوي، په داسې حال کې چې مخکې له دې په ټول هیواد کې درې زره کیلو متره واټونو شتون درلود.

ښاغلي رفیعي زیاته کړې، د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ددوی له لوري د تر سره شوې سروې له مخې، کلیو ته غځیدلې لارې په سمه توګه څیړل شوې او تر نږدې راتلونکې به (۲۵۵۰) کیلو متره سړک او (۲۶۰۰) متره پلونو کار، چې لګښت به یي (۳۳۲) میلیونه ډالره وي پیل شي. دوی زیاته کړې: دا پروژه به په (۲۰۱۸) کال کې بشپړه شي.

همدارنګه د کلیو او پرمختیا وزارت د پلانونو مرستیال( محمد طارق عصمتي) د هیواد او خلکو د اقتصاد په وده کې د لویو لارو او سړکونه اغیزناکه ښودلي دي.

د کلیو د لارو جوړول او بیا رغول د دولت له ملي برنامو څخه شمیرل کیږي. دا پلان له (۱۳۸۱) کال راهیسې پیل شوې او د هیواد په څلور دیرشو ولایتونو کې یې خلکو ته دیری هوساینې رامنځ ته کړې دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *