امنيتي اداري بايد د هيخ بنست له لوري تر فشار لاندي رانه وستل شي او د فرخندي د وژني اصلي لامل بايد روشانه شي خيني استازي وايي فرخندي له خيني سفارتونو سره اريکه درلوده او امنيتي بنستونو دا اريکه پته ساتلي ده خو د کورنيو چارو وزير ويلي فرخندي له هيخ يوه سفارت سره اريکه نه درلوده

د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي او د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د ولسي جرګې له لوري د فرخندې د وژل کیدو د څرنګوالي په هلکه د مالوماتو په موخه ورغوښتل شوي وو. یو شمیر استازو ویلي، فرخندې له ځینې سفارت خونو سره اړیکه درلوده خو امنیتي بنسټونه په دې هکله اسناد نه خپروي. دوی ټینګار کړی، چې د فرخندې د وژنې په ورځ، د قران کریم د سوځولو نښې نښانې لیدل شوې او په دې هکله سند هم شتون لري.

کورنیو چارو او د حج او اوقافو وزیرانو ا ځرګندونې رد کړې، ویلي یي دي: فرخنده د یو شمیر احساساتي کسانو د احساساتو قرباني شوي ده.

فرخنده یوه اونۍ مخکې د قران کریم سوځولو په تور، د یو شمیر کسانو له لوري له وهلو وروسته وژل شوې ده او مړي ته یي اور اچول شوی وو. د ولسي جرګې د کورني امنیت جرګه ګۍ ویلي، دا یوه لویه پیښه ده، بې پلوه او جدي څیړنو ته اړتیا لري. ددې کمیسیون غړي وایي، د ځیړنو ډله باید د بنسټونو تر فشار لاندې رانه شي او ریښتینولي په ډاګه کړي.

دوی ویلي: فرخنده په ځناوري توګه وژل شوي او باید ددې وژنې اصلي لامل روښانه شي.

تیره ورځ په دې تړاو د شپږ څلویښتو کسانو دوسیې چې اوه ویشت یي ملکي وګړي او نولس یي پولیس سرتیري وو لویې ځارنوالی ته سپارل شوې. د کورنیو چارو وزیر نن وویل له دې کسانو پرته لس نور کسان هم د پولیسو تر څار لاندې دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *