په راتلونکې اونۍ کې د افغان سولې په هکله غونډه جوړیږي
په راتلونکې اونۍ کې د افغان سولې په هکله غونډه جوړیږي
سولې پروسې ته نږدې سرچينې وايي چې راتلونکې اوونۍ په دوبۍ کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړېږي.
يادې سرچينې ویلي؛ دا غونډه به د وري په ١٥ يا ١٦مه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې جوړه شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د طالبانو په استازيتوب ملا جليل اخوند او د افغانستان د حکومت له خوا د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رييس معصوم ستانکزى ګډون کوي.
ملا جليل اخوند د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې وه.
خو طالبانو ته يوه نږدې سرچينه وايي، څنګه چې ملا جليل د طالبانو له مشرتابه سره ژور اختلاف لري او پاکستان ته ډېر نږدې سړی ګڼل کېږي، ځکه نو داسې ګومان نه کېږي چې د دوبۍ غونډه دې کومه پايله ورکړي.
دې سرچينې زياته کړه: ((په طالبانو کې له اسحاقزۍ حلقې سره چې د کوېټې شورا يې په انحصار کې ده، د جليل د اختلافاتو لامل په پاکستان کې د هغه په لاس کې شته مالي منابع او مرسته کوونکي خلک دي.))
د سرچينې په وينا، ملا جليل د طالبانو د مرکزي شورا له غړي ګل اغا اسحاقزي سره چې د شورا پياوړى غړی او د اقتصادي او مالي چارو د کمېسيون مشر دی، پر مالي موضوعاتو ژور اختلافات لري.
دغه سرچينه وايي، که چېرې ملا جليل د کوېټې شورا له لوري لېږل کېږي، نو سوال دا دی چې ايا واک به هم ورکول کېږي او که نه، خو ښايي واک ور نه کړي.
طالبانو ته دې نږدې سرچينې وويل، بل امکان دا دى چې ملا جليل به د پاکستاني چارواکو له لوري د طالب استازي په نوم لېږل کېږي، خو په دغه صورت کې ورسره اسحاقزي دا خبره نه مني.
سرچينه زياتوي: ((البته دا امکان شته چې د جليل په لېږلو کې د طالبانو او پاکستان همغږي وي او هغه دا چې پاکستان ښايي ورته ويلي وي چې موږ له ولسمشر غني سره ژمنه کړې او اوس غواړي ځان ته د خټو پزه کېږدي.))
د هغه په وينا، د دې ناستې په اړه به په لوړه کچه تبليغات وشي چې طالبان او حکومت سره کېناستل، خو کومه پايله به ونه لري.
د افغانستان د سولې عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد وايي چې دوى د دوبۍ له غونډې نه دي خبر او نه هم تر اوسه په دې اړه کومه خبره شوې ده.
خو نوموړي ویلي چې په نږدې راتلونکي کې په دې اړه په ترکيه کې يوه غونډه پلان شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله امريکا ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړې وه چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې په راتلونکو څو اوونيو کې پيل شي.
هغه زياته کړې وه: ((که څه هم تر اوسه د سولې خبرې اترې نه دې پيل شوې، خو موږ هيله من يو چې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.))
بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني پرون په يوې خبري غونډه کې اعلان وکړ چې تر اوسه د سولې د خبرو د پيل نېټه او ځای نه دی مشخص شوی.
بلخوا طالبانو هم په بېلابېلو خبرپاڼو کې د سولې د خبرو اترو راپورونه رد کړي، خو دا يې منلې چې يوه پلاوي يې په دې وروستيو کې پاکستان او چين ته سفرونه کړي دي.
شاوخوا درې اوونۍ مخکې (د کب ٢٢مه- ١٣٩٣) د دوى له خوا په وروستۍ خپره شوې خبرپاڼه کې د سولې د خبرو اترو په اړه خپاره شوي خبرونه اوازې بللې وې او زياته کړې يې وه، دوی تر اوسه له حکومت سره کومه اړيکه نه ده نيولې.
طالبانو زياته کړې وه: ((زموږ د سياسي دفتر غړو تر اوسه هېڅ کوم هېواد ته له حکومت سره د خبرو او مذاکراتو په موخه نه سفر کړی او نه يې له چا سره کومه غونډه او ملاقات کړي دي.