بارک اوباما ویلي یي دي: يواځې د ديپلوماسۍ له لارې د تهران له لوري د اټومي وسلو مخنيوی شونی دی. اوباما له ايران سره د پنڅه جمع يو ډلې خبرې نادره ښودلې ويلي يې دي: پر دې هيواد بنديزونه او پر اټومي بټيو يې بريدونه، ددې هیواد له لوري د اټومي وسلې د رامنځ ته کولو مخنيوی نشي کولای

 د امریکا ولسمشر، د اټومي پلان په هکله د خپلو کورنیو او د اسرایلي مخالفینو پر وړاندې له دې هوکړې دفاع کړې ده. ده له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: خبر او د دیپلوماتیکي لارې کارول، اټومي وسلې ته د ایران لاس رسي، د مخنیوي یواځینۍ لاره ده. د امریکا ولسمشر وویل: د ایران پر اټومي بټیو بریدونو تر یوې مودې ددې بهیر د ځنډیدو لامل ګرځیدی شي خو له شک پرته دا بریدونه به، د اټومي بم د ترلاسه کولو لپاره ایرانیان نور هم وهڅوي او په ډیرې بیړې سره به د په دې برخه کې ګامونه پورته کړي.

له دې سره بارک اوباما هم اټومي وسلو ته د ایران د لاس رسي په مخنیوي کې پر دې هیواد بندیزونه بې اغیزې ښودلي، ویلي یي دي: ددې کار لپاره له دیپلوماتیکي لارې کار اخستل او په د دې دول ګامونو له پورته کولو پرته چې په دې وروستیو کې مو تر سره کړې بله هیڅ حل لاره نلري او له ایران سره د پنځه جمع یو هیوادونو خبرې نادره فورصت دی.

د امریکا ولسمشر د اسرایلو هغه غوښتنې ته چې د ایران ټول اټومي پلان باید ټول کړل شي، په نغوتې سره وویل: هیڅ یو ایرانی به دې غوښتنې ته غاړه کښې نږدي، ځکه دوی خپل اټومي پلان خپل غرور ګڼې او په دې برخه کې دیریو ناخوالو او سختیو ته هم چمتو دي. له دې سره ده په دې خبرو کې ویلي، له ایران سره به اټومي پلان خبرې په دې مانان نه دي چې په ایران کې به اوسنۍ نظام بدلون وکړي. ده زیاته کړې که چیرې په دې هیواد کې سیاسي نظام بدلون ونکړي له دوی به دا معامله ښه معامله وي. همدارنګه ده هیله مندي څرګنده کړې چې له ایران سره وروستی هوکړه نورو ښو اړیکو ته لاره پرانیزي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *