بادغيس کې د دوو قومي مشرانو ترمنځ نښته کې ٦ کسان وژل شوي
بادغيس کې د دوو قومي مشرانو ترمنځ نښته کې ٦ کسان وژل شوي
د بادغيس چارواکي وايي چې په جوند ولسوالۍ کې د دوو قومي مشرانو تر منځ نښته کې شپږ کسان وژل شوي دي.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي ناصر نظري ویلي، د يادو دواړو کسانو تر منځ د شخصي دښمنۍ له امله تېره شپه وسله واله نښته شوې چې په کې د دواړو خواوو شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه وايي، چې ياد قومي مشران يو سيدالله او بل يې ګل اغا نومېږي.
د هغه په وينا، سيدالله د بادغيس د ولايتي شورا د تېرې دورې غړى او ګل اغا د کليو پراختيا رياست ټولنيز غير رسمي کارکوونکى دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي ملا نورالدين ویلي، چې د يادو دواړو کسانو تر منځ له تېرو کابو ١٥ کلونو راهيسې دښمني ده او وخت ناوخت يې تر منځ نښتې کېږي،چې له امله يې خلکو ته ستونزې پېښېږي.
د بادغيس د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدقيوم انګار د دې پېښې په تاييد سره وايي، جوند يوه ناامنيه ولسوالي ده چې غير مسوول وسله وال په کې دي.
دى زياتوي، د دغو وسله والو تر منځ کله کله نښتې رامنځته کېږي او د عامو وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.