د داعش له بنده ۲۲۷ ازیدیان خوشی شوی دی
د داعش له بنده ۲۲۷ ازیدیان خوشی شوی دی
له عراقه د رارسیدلو ریپوټ له مخې داعش وسله والې ډلې دوه سوه اوه ویشت ایزدیان چې له دوی سره بندیان وو خوشي کړي دي.
ویل شوي چې ټول خوشي شوي کسان ناروغان او یا هم د ډیر عمرلرونکي دي. داعش وسله والې ډلې مخکې له دې هم د یو شمیر ایزدیانو یوه ډله چې په حالت اخته وو خوشي کړي وو.
تر اوسه هم له داعش سره په زرګونه ایزدیان چې ښځې او ماشومان هم پکي شتون لري بندیان دي.