حکومت به د ځمکو غاصیبینو پر وړاندې له نرمښته کار وانخلي. د ولسمشر وياند ويلي: حکومت د ځمکو د ښه مديريت په موخه اړين پلانونه تر لاس لاندې نيولي دي. د افغانستان اراضي اداري تيره ورځ وويل: د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې د پنځه لس زره کسانو له لوري نږدې يو اعشاريه درې ميليونه جريبه ځمکه غصب شوې ده.

د افغانستان اراضۍ ادارې ویلي: (۱۵۸۳۱) د ځمکو غضبونکي پیژندل شوي او دې کسانو د هیواد په (۳۴) ولایتونو کې (۳۵۵) د اوسیدنې ښارګوټي پر غضب شویو ځمکو رغولي دي. دې ادارې ویلي له دې نیمایي ځمکې په کابل کې غضب شوي دي. د افغانستان اراضۍ د خپلواکې ادارې چارواکیو ویلي: د ځمکو د غاضیبینو نوم لړ کې چې له یو میلیونه درې سوه ډیره ځمکه یي غضب کړې، ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي شورا ته یي استولی دی.

ددې ریپوټ په غبرګون، ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د ځمکو د غاضیبینو پر وړاندې به هیڅ کله له نرمښته کار وانخلي. د ولسمشر ویاند(اجمل عبید عابدي) زیاته کړې: ملي یوالي حکومت نه یواځي چې د غاضیبنو مخنیوی به وکړي، بلکې د ځمکې د ښه مدیریت لپاره یي هم اړین ګامونه پورته کړي دي. ښاغلي عابدي ویلي چې حکومت د اداري فساد، غضب او ناامنۍ د مخنیوي لپاره له چا سره جوړجاړی نکوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *