امريکا، د يمن پر وړاندې له عربي ايتلاف سره د وسلو او مالوماتو د ديرښت مرسته کوي

دا په داسې حال کې ده، چي نريوالې سرې مياشتې د يمن په عدن ښار کې حالت کړکيچن ښودلی ويلي يې دي، د دې ښار اوسيدونکي بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مرستیال له عربستانه د لیدنې پر مهال ویلي: هیواد یي د سعودي عربستان په مشرۍ پر یمن له بریده ملاتړ کوي او په دې موخه یي له ایتلاف سره د وسلو مرستو او استخباراتي مالوماتو ورکولو ته زور ورکړی دی. د ا مریکا بهرنیو چارو مرستیال وزیر(آنتوني بلینکن) د ریاض یوې خبرې ناستې ته وویل: د ګډو پلانونو لپاره د همغږۍ یو مرکز هم رامنځ ته شوی دی. ده ویلي:

اناتولي بلينکِن/ معاون وزارتخارجه امريکا

” عربستان حوثیانو ته یو ځواکمن پیام رسولی، چې پر یمن واکمني نشي کولای. مونږ هم د وسلو مرسته ډیره کړې، له دوی سره به د مالوماتو کچه لوړه کړو او د ګډو عملیاتو لپاره د همغږۍ یو مرکز هم رامنځ ته کیدونکی”.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *