په مراکش کې په خونوړۍ ترافیکي پیښه کې ۴۰ کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی
په مراکش کې په خونوړۍ ترافیکي پیښه کې ۴۰ کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی
وژل شوی ډیری ماشومان دي
د مراکش د تان تان په سیمه کې په رامنځته شوې ټرافیکي پیښه کې ۴۰ تنو چې ډیری ماشومان ول ژوند د لاسه ورکړی دی .
ویل کیږي یاد شوي کسان ټول سوځیدلي دي. وژل شوي ماشومان عمرونه د ۱۱ او ۱۴ کلونو ترمنځه دي.
وژل شوي ماشومان ټول د سپورت لوبغاړي ول . د نوموړو ماشومانو بس موټر د یوې سیالۍ نه د راستنیدو پر مهال د یوې لارۍ سره د جنګیدو له امله اور واخیست. په پیښه کې ۴۰ تنه مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي .
ویل کیږي د پاتو لسو تنو روغتیايي حالت هم باریکه دی چې د مړو د شمیرې د لوړیدو اندیښنه ښودل شوې ده