افغان جیولوجستانو په هیواد کې ۱۴۰۰ کاني سیمي کشف کړي
افغان جیولوجستانو په هیواد کې ۱۴۰۰ کاني سیمي کشف کړي
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د افغانستان د جیولوژستانو ملي ورځ ونمانځله.
په دې مناسبت د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه ناسته جوړه شوې وه.
د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو وویل، د هیواد جیولوجستان د خپلوڅه باندې پنځوس کلنو سیستماتیکو هڅو په دوران کې توانیدلي چې د هېواد یو زرو څلور سوه کاني سیمي کشف کړي.
د دې وزارت مرستیال عبدالقدوس حمیدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د هیواد د جیولوژستانو د ملي ورځې د نمانځلو په غونډه کې وویل، نن سبا چې په هېواد کې د جامدو او اوبلنو موادو کانونه کشف شوي او د ځینو په استخراج لاس پورې شوی، د هېواد د جیولوژستانو د سروې او څیړنو نتیجه ده:
″د کانونو او پترولیم د وزارت انجینرانو او جیالوجستانو د هیواد په نامساعدو اقلیمي شرایطو کې کار کړی چې د فعالیتونوپه نتیجه کې یې د هېواد یو څلور زرو څلور سوه داسې سیمې کشف شوي چې د کانونو د موجودیت امکانات په کې شته دی.″
ښاغلي حمیدی وویل، د هېواد جیولوجستانود سروې او جیالوجي په معیارونو برابره د ټول هېواد د ځمکې او غرونو یوه نقشه هم ترتیب کړې چې په اساس یې د کانونو کیندونکي کورنۍ او بهرنۍ کمپنۍ کولای شي چې د استخراج په برخه کې ورڅخه د یو لارښود په توګه، کار واخلي.
د کانونو او پترولیمو د وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان شمالي ولایتونه د ګازو او نفتو، پنجشیر او بدخشان د قیمتي ډبرو، بغلان د ډبرو د سکرو، لوګر د مسو او پکتیا او کونړ اوځیني نور ولایتونه، د کرومایټو پراخې زیرمې لري.
د شمال د نفتوګازو او د لوګر د مس عینکو د کانونو د کیندلو تړونونه له چینايي کمپنو سره شوي، د استخراج ابتدايي چارې يي هم پیل شوي خو په هېواد کې روانو ناامنیو په دې برخه کې روانې چارې ټکنی کړي دي.
د راپورونوله مخې د امریکا د سروې او جیولوجي ادارې ویلي چې د افغانستان کاني زیرمې له درې تریلیونوډالرو څخه زیات ارزښت لري.
د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني د حکومت په لومړیوکې تاکید کړې چې د هېواد د کانونو استخراج ته دې هڅې تیزې شي.
په عین وخت کې د سروې او جیولوجي د ادارې د خپرونو ريیس حفیظ اله حصیف وايي، د دوې مسلکي کارکوونکو په لږو امکاناتو او سختو شرایطو کې چارې پرمخ وړي.
له حکومته هیله ده چې د امکاناتو برابرولو ته یې تصامیم ونیسي. ښاغلي حصیف وویل:
″د دې په خاطرچې دوی په ستونزمنو سیمو کې کارکوي، له دولته مو هیله کړې چې دوې ته زیات امکانات او اسانیتاوې برابرې کړي.
سربیره پردې چې په دې ریاست کې د انجینرانو، ماسټرانو او لیسانسه و په سویه کسان کار کوي خو د دې لپاره چې دوی د تکنالوژی له نویو پرمختګونو سره بلد شي، پکار ده چې د ظرفیتونو لا لوړولو ته یې لنډ مهاله او اوږدمهاله روزنیز پروګرامه په پلان کې ونیول شي.″
د کانونو او پترولیمو وزارت ډاډ ورکوي چې د هېواد د جیولوجستانو د ظرفیتونو لوړولو او د امکاناتو برابرولو ته یې عملي پروګرامونه پیل کړي دي.
د افغانستان د سروې او جیولوجي د اداره په یو زرودرې سوه څلور دیرشم لمریزکال کې جوړه شوې چې اوس مهال ۲۰۰ جیولوژستان لري.