عربستان ته د ایران د ځمکنیو ځواکونو د قومندان خبرداری ورکړ

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان، ډګروال احمد رضا پوردستان په یمن کې د برید په باب خبرداری ورکړی او اټکل کوي چې عربستان به “په دې تیري کې ماتې وخوري”.

د “ایسنا” د راپور له مخې، پوردستان د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: “تر اوسه د عربستان د پوځ په لوري مرمۍ نه ده ویشتل شوې، خو موږ د عربستان د اجرتي پوځ د ماتې شاهدان یو”.

د ایراني پارلمان یوه وکیل هم پارلمان کې د ایراني عمره کوونکو الوتکې ته سعودي کې د کښېناستو د اجازې نه ورکولو موضوع ته اشاره وکړه.

لام رضا کاتب ویلي: “د عربستان پوزه دې په خاورو وموښل شي”. هغه دا هم وویل چې د ایران پارلمان “به د بې تفاوته خلکو پر وړاندې آرام نه کښېني”.

د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو ایتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد عملیات پیل کړي، چې ایران پرې سختې نیوکې کړې دي، همدا ده چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ډېره ترینګلتیا راغلې ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *