ولسي جرگي ته نن 5 نوماند وزيرانو خپل کاري پلان وړاندې کړ
ولسي جرگي ته نن ۵ نوماند وزيرانو خپل کاري پلان وړاندې کړ. اقتصاد،مخابرات او تکنالوژي،اوبو او برښنا، سوداگری، کرني او مالدارښ وزارت ته نوماندان هغه کسان وو چي په خپلو کاري پلانونو يي رڼا واچوله.
د اقتصاد وزارت لپاره عبدالستار مراد، په کابینه کې ددې وزارت پر رول ټینګار وکړ وویل: له هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمښت ته په کتو سره، د هیواد اقتصادي څرخ د فعاله ساتلو لپاره یي ځینې پلانونه تر لاسه لاندې نیولي دي او دی به ددې وزارت پر وړاندې د خنډونو لرې کولو ته ژمن وي.
ښاغلي مراد، لنډ مهالی اقتصاد، وزګارتیا او د حساب ورکونې بهیر نشتون ددې وزارت له ستونزو څخه ښودلي ویلي یي دي: ددې ستونزو د هواری لپاره یې کارنده پلان رامنځ ته کړی، د مخابراتو وزیر عبدالرزاق وحیدي هم د خپل کاري پلان په هکله ویلي: مخابراتي ځانګه د هیواد د پام وړ عوایدو درلودونکې ځانګه ده او په دې وزارت کې د کارنده پلان په پلي کیدو سره به دیریو کسانوته د بوختیا لاره هواره شي.
دوی د راجستر نه شویو سیم کارتونو ویش، د تلفوني خبرو لوړه بیه، په ولایتو کې بې انډولي او دځینو شبکو لږ کفیتي د مخابراتو وزارت له ستونزو څخه وښودې.
د اوبو او برښنا وزارت ته نوماند علي احمد عثماني وویل: که چیرې یې د ولسي جرګې له لوري د باور رایه تر لاسه کړه د خلکو کورنه به روښانه او دښتې به له اوبو ډکې کړي.
په دې وزارت کې کمزورتیا، اداري فساد، د اوبو ډنډونو نشتون او د اوبو سرچینو نه مدیریت هغه ستونزې دي چې د ښاغلي عثماني په وینا د اوبو او برښنا وزارت پر وړاندې پرتې دي.
ښآغلي عثماني د خپلو خبرو په لړ کې، د ا طالاعاتو او کلتور وزارت په مرسته، د ژورنالیسزم ودې ته هم نغوته وکړه وویل: د ژورنالیزم هغه برخو ته به وده ورکړل شي کوم چې ددې وزارت له حوزو سره تړاو لري. د سوداګری، کرنې او مالداری نوماند وزیرانو هم ولسي جرګې ته د خپلو پلانونو په هکله داسې وویل.
تر اوسه د حکومت له لوري له شپارسو نوماند و زیرانو څخه یولسو یي خپلې کارې برنامې ولسي جرګې ته وړاندې کړي دي او پنځه تنه نور پاتې دي. ټاکل شوې د راتلونکې اونۍ د شنبه په ورځ ولسي جرګه دې نوماندانو ته د باور رایو صندقونه کیږدي.