مسئولین د خلکو ستونزو د هواری پرځای، د واک په ویش او بهرنیو هیوادونو ته په سفرونو بوخت دي
مسئولین د خلکو ستونزو د هواری پرځای، د واک په ویش او بهرنیو هیوادونو ته په سفرونو بوخت دي
مشرانو جرگې يو ځل بيا حکومت په خپلو چارو کې پاتې بللي ويلي يي دي: مسئولين ددې پر ځاي چي د خلکو ستونزې هوارې کړي، په معامله گريو او بهرنيو هيوادونو ته په سفرونو بوخت دي. دوی ولسي جرگي ته د کابيني د ور پيژندل د ځنډ لامل، په حکومت کې پر واک د ويش له امله اختلافات ښودلي دي.
شپږ میاشتې وړاندې د ولسي جرګې غړیو ادبیاتو له نن سره ډیر توپیر درلود. هغه مهال د مشرانو جرګې ډيری غړي د ملي یوالي حکومت له رامنځ ته کیدو خوښ ښکاریدل او دا حکومت یي لویه لاسته راوړنه ښودله، خو نن د هیله مندیو کومه نښه نه لیدل کیږي. د پردې تر شا معاملې، پر دولتي څوکیو او پوستونو ناندرۍ او د حکومت ناکامي هغه لاملونه دي چې مشرانو جرګه پکې ولسمشر او اجرایي ریس پاتې بولي. یو شمیر سناتوران حتی د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په ګډون پیښماني ښودلې ده.
د ولسمشر او اجرایي ریس پر له پسې ناکامیو له امله د خلکو نظرونو بدلون کړی. ددوی په وینا امنیت بدترینه حالت ته رسیدلی او دولتي چارواکي د لوړو پوستونو او امتیازاتو د تر لاسه کولو په ناندریو بوخت دي. سناتورانو په بدخشان ولایت کې په لوړه شمیره د امنیتي ځواکونو وژل کیدل یوه چلوټه ښودلې، چې دحکومتي چارواکیو د بیغوری له امله رامنځ ته شوې ده. همدارنګه مشرانو جرګې له ولسي جرګې وغوښتل ترڅو ور پیژندل شویو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړي.
له دې سره چې ولسي جرګې نن امینتي چارواکی ددوی پوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه ورغوښتي وو خو مشرانو جرګې هم پریکړه وکړه، چې د راتلونکې اونۍ د یکشنبه په ورځ به دا مسئولین راغواړي او له دوی څخه به پوښتنې کوي.