امنيت شورا پر حوثيانو او د علي عبدالله صالح پر پلويانو د وسلو پلورل منعه کړل
امنيت شورا پر حوثيانو او د علي عبدالله صالح پر پلويانو د وسلو پلورل منعه کړلد ملګرو ملتونو امنيت شورا د يمن په اړه په خپله تازه پرېکړه کې ويلي، چې حوثي ملیشې دې له تاوتريخوالي لاس واخلي او خپل ځواکونه بايد له عدن او نورو سيمو څخه وباسي او پر حوثيانو او د پخواني ديکتاتور علي عبدالله صالح پر پلويانو يې د وسلو پلورلو بنديز ولګاو
د امنيت شورا په دې غونډه کې څوارلسو هېوادونو د حوثيانو پر ضد رايې ورکړې او روس په رايو کې برخه وانه خيسته
د امنيت شورا په پرېکړه کې له حوثيانو غوښتنه شوې، چې له تاوتريخوالي او ګاونډيو هېوادونو ته له ګواښونو لاس واخلي، بشري ټولنو ته د خدماتو اجازه ورکړي او له ټولو يمني سياسي ګوندونو يې غوښتنه کړې، چې ولسمشر عبد ربه هادي منصور سره د مذاکراتو لپاره د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته ولاړ شي
امنيت شورا کې د روس استازي د شورا پر پرېکړه نيوکه وکړه، چې د يمن په اړه يې د امنيت شورا پرېکړه د نړيوال قانون څخه سرغړونه ده
د امريکا استازې وويل، چې د يمن ستونزه د خليجي همکارو هېوادونو له مداخلې او پرېکړې پرته نه حليږي