د عراق لومړي وزير امريکا ته د سفر پر مهال له بارک اوباما سره ليدلي دي
د عراق لومړي وزير امريکا ته د سفر پر مهال له بارک اوباما سره ليدلي دي
له کله چې عبادي د عراق لومړي وزير په توگه ټاکل شوی امريکا ته يي په خپل لومړني سفر کې خبريالانو ته ويلي: له امريکايي چارواکيو سره يي له داعش څخه د عراق د آزادولو په برخه کې د همغزۍ په تړاو خبرې کړې دي.
د عراق لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې وویل: دوی له امریکایي چارواکیو سره له داعشه د عراق د پاکوالي په ځانګړې توګه له دوی څخه د النبار، نینوا او موصل سیمو د نیولو په موخه په عملیاتو کې د همغږۍ په تړاو خبرې کړي دي.
عبادي ددې سیمو په ځانګړې توګه د موصل ازادي ډیره اړینه ښودلې ویلي یي دي: په دې برخه کې دقیقې همغږۍ او ځیرکتیا ته اړتیا ده. ده په وېلي ددې عملیاتو په تړاو امریکایي چارواکیو له دوی سره د همکارۍ ژمنه کړې. مخکې له دې ویل شوې وو، چې د عراق لومړی وزیر به امریکا ته د خپل سفر پر مهال له دې هیواد څخه د اف شپارس جنګي الوتکو او آپاچي دوله څرخي الوتکو د مرستې غوښتنه وکړي ترڅو د داعش پر وړاندې په علمیاتو کې ډيره لاسته راوړنه ولري.
عبادي او اباما په دې هکله څه نه دي ویلي: اوباما له عراق سره د بشر دوستانه مرستو په موخه د دوسوه میلیونو ډالرو له مرستې خبر ورکړ، د عبادي حکومت یي ټولو ته دمنلو وړ بللی او ستاینه یي کړې ده. اوباما د ترهګری پر وړاندې له عراق سره د ایران مرسته ګټوره ښودلې وویل: چې د بغداد او تهران تر منځ د اړیکو په هکله یي هم له عبادي سره خبرې کړي دي. اوباما داعش د امریکا او عراق ګډ دښمن ښودلی او ژمنه یي کړې چې ددې ډلې پر وړاندې عملیات به د عراقي ځواکونو سره په همغږۍ تر سره کوي.