د وسله والو مخالفینو یومشر له خپلو 5 ملګرو سره نیول شوی دی
د وسله والو مخالفینو یومشر له خپلو ۵ ملګرو سره نیول شوی دی
داکسان د ملي امنیت له لوري نیول شوي دي
دغه راز د ملي امنيت موظفينو په يوه بله پلټنه کې د ثمر ګل په نوم د غني خېلو ولسوالۍ يو اوسيدونکی، چې د وسله والو مخالفينو د شپږ کسيز ګروپ مشر دی له درې تنو سره يو ځای نيولی دی.
سرچينه وايي، نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او ترې پوښتنې روانې دي.
د ننګرهار ملي امنيت په خپله راپور کې ويلي، چې د دغو بريدګرو په نيول کېدو سره يې په جلال اباد ښار کې د لويو پېښو مخنيوی کړی.
د يوه بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې د يوې چاودنې له امله يوه ښځه وژل شوې ده.
ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وويل چې نن مازيګر مهال د ولايت د مرکز کلات ښار اړونده د ملا کلي په ساحه کې پر يوه ملکي موټر چاودنه شوې ده.
هغه زياتوي چې په دې چاودنه کې يوه پېغله نجلۍ وژل شوې او يوه مېرمن ټپي ده.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.