د یمن په جګړه کې د پاکستان پر نه ګډون د عربستان غبرګون
د پاکستان پارلمان تیره اونۍ ددې هیوا لومړۍ وزیر،( میا محمد نوازشریف) ورغوښتی وو دده له استجواب وروسته یي د عربستان په ملاتړ د یمن جګړې ته د ځواکونو استول رایې اخستنې ته کیښودل. دا غوښتنه په هغه ولسي جرګه کې رد شوه چې ډيری غړي یي د نواز شریف ملاتړې دي. عربستان له نواز شریف سره اوږدو او ښو اړیکو ته په کتو سره تمه درلوده. چې په خپله نواز شریف به په خپل حکم سره د یمن په جګړه کې د پاکستاني پوځیانو پر ګډون د سر خوزونې مهر ولګوي. او یا هم دډې هیواد پارلمان به چې ډیری غړي یي د مسلم لیګ غړي او یا د نواز شریف ملګري دي په دې جګړه کې د پاکستاني پوځیان ګډون تصویب کړي. خو د پاکستان پارلمان په خپل حساب سره او خپلو ملي ګټو ته په کتو سره د سعودي عربستان دا غوښتنه رد کړه.
په دوه زرم کال کې کله چې د نواز شریف پر وړاندې پوځیانو کودتا وکړه، عربستان د پاکستان لومړي وزیر ته ځای ورکړ. په دوه زره اوم کال کې کله چې نواز شریف غوښتل پاکستان ته لاړ شي د اسلام آباد له هوایي ډګر څخه بیرته وګرځول شو او بیا هم د عربستان غیږ ته ورغی. د نواز شریف او سعودي عربستان تر منځ دا شخصي اړیکې ددې لامل شوې وي چې د یمن په جګړه کې یي د پاکستان شتون حتمي کړی وو او له بلې خوا دا ګډون له پاکستان سره د سعودي عربستان پر مرستو هم تړلی وو.
پاکستان هغه هیواد دی چې ډير کمزوری اقتصاد لري او اړ دی ترڅو د مرستو د تر لاسه کولو لپاره یو نرم سیاست خپل کړي خو ددې هیواد پارلمان د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن په جګړه کې ګډون ته منفي رایه ورکړه، حتی که چیرې عرب له پاکستانه هم مخ واړوي. عربانو هم له پاکستانه دا ډول تمه نه درلوده او یوه عربي چارواکي اعلان وکړ چې پاکستان به ددې پریکړې لګښت وګالي.
تر ټولو مهم خبره داده چې پاکستان په داسې یوه جغرافیه کې پروت دی چې له عربستان سره هیڅ ډول پوله نلري. دا هیواد نغواړي ترڅو د یمن په جګړه کې په ښکیلتیا سره په سیمه کې یوه نوې ستونزه رامنځ ته کړي. داسې ویل کیږي چې د پاکستان په دې پریکړه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد دیپلوماسۍ هم خپل رول لوبولی دی.
پاکستان د خپلو ځواکونو یوه برخه ددې هیواد په شمال لویدیځو سیمو کې له ترهګرۍ سره په مبارزې بوخت کړي دي، بله برخه یې له هند سره د مبارزې په موخه کشمیر ته استولې او ددوی په اند د یوې بلې جګړې پرانستل چې سیمه به یي هم لرې وي ډیره ستونزمنه او د ډير لګښت درلودونکې به وي.
هم په مالي او هم د فشار له اړخه. اسلام آباد د خپلو ملي ګټو له مخې پریکړه ک وي او د دې هیواد د پآرلمان پریکړه د ډيریو سیاسي ګوندونو او ډلو له خوښۍ او ملاتړ سره هم مخ شوه. یواځې هغه ډلې چې پّ پآکستان کې ترهګریزې بلل کیږي او پر دوی د ویجاړونکو بریدونو تورونه شتون لري او رسمیت هم مشروعیت نلري، اعلان کړی چې سعودي عربستان ته وسله وال استوي. د عربستان ترځنګ وسله وال چې په پا کستان کې شتون لري او د پاکستان دو لت پر خلاف دي دا یوالې له ډیریو ستونزو سره مخ کولای شي او دا هم ستونزمنه ده چې پاکستان د هغه هیوادونو ترځنګ دریدلی وی چې دا ډلې ترهرګې او د پاکستان دښمنې بولي.
اوس پاکستان هم دا اعلان کړی چې د یمن په جګړه کې ګډون نکوي. له دې جګړې چې څومره موده تیریږي عربستان یواځې کیږي او حوثیانو ډيری سیمې تر واک لاندې راوستې دي دې ته په کتو سره که چیرې د منصور هادي او حوثیانو ترمنځ خبرو ته هم لاره هواره شي دا روښانه خبره ده چې حوثیان به دډې لپاره ډیر امتیازات غواړي چې ډيری سیمې ددوی په واک کې دي. پا کستان اوس مهال د جګړې په اندیښنه کې نه دی چې عربستان به له دې هیواد سره خپلې مرستې بندې کړي. ځکه په دې پوهیږي چې عربستان اوس هم پاکستان ته اړتیا لري او دا هیواد د دیپلوماسۍ په برخه کې له ښه لابېتوب څخه برخمن دی.