ښځې له عدالت غوښتنې لاس به سرکیږي
عدلې او قضايي نظام کې فساد، دمسلکي مسولانو نه شتون، کورني او کلتوري فشارونو ميرمني دې ته اړ کوي ترڅو له شکايتونو په لاس اخستلو سره پټه خوله پاتي شي
په دې هلکه ريپوټ تيره ورځ په ا فغانستان کي دملگرو ملتونو د استازي له دفتر څخه خپور شوی دی.
ددې ریپوټ له مخې، هغه میرمنې چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې، له محکمو یي د منځګړي په توګه خپل حق ته د رسیدو په موخه کار اخستی دی، چې له دې څخه اوه څلویښت سلنه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع بنسټونو، دوه ویشت سلنه د دودیزو لارو په کارولو، اولس سلنه د غیر دولتي ادارو او پنځه لس سلنه د پولیسو او ملا امانو په ګډون له بیلا بیلو بنستونو له لوري دا ستونزی هواری شوې دي.
د بشر حقونو په څانګه کې د ملګرو ملتونو د لوی منشي مرستیال(ايوان شيمونويچ) دتیرې ورځې په خبرې ناسته کې وویل: هغه میرمنو او نجونو چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي په عدلي او قضایي ادارو کې یې له فساده پرده پورته کړې ده. ده د دډې میرمنو له خولې ویلي: په عدلې ادارو کې چارې ډيرې پڅې، فاسدې او له لاس رسي لرې دي، چې په دې سره یي میرمنې خپل حق ته د رسیدو لپاره ناهیلې کړې دي.
په افغانستان کې دملګرو ملتونو څانګړې استازي (نیکولاس هیسم ) ویلي: د ښځو پر وړاندې لوی جرمونو ته باید د منځګړیو له لارې نه بلکې باید د عدالت او نظام له لارې چې د هیواد له قوانینو سره سمون ولري او همدارنګه د نریوالو بشري حقونو له مخې رسیدنه وشي . په دې ریپوټ کې افغان حکومت ته سپارښتنه شوې ترڅو په خپلو قوانینو، پالیسیو او نورو بنسټونو کې سمون رامنځ ته کړي، ترڅو له هغه میرمنو او نجونو په ښه توګه ساتنه وشي کوم چې له تاریخوالي سره مخ دي.