د يمن پلازميني په لويديځ کي د اسکاد توغنديو پر مرکز د عربستان په مشری د ايتلاف په هوايي بريدونو کې 46 کسان وژل شوي دي

د يمن پلازميني په لويديځ کي د اسکاد توغنديو پر مرکز د عربستان په مشری د ايتلاف په هوايي بريدونو کې ۴۶ کسان وژل شوي دي.

ددي بريد له امله چاودني ډيري زوروري وي او د صنعا ښار ته يي ټکان ورکړی دی. په دي ښار کي روغتيايي کارکونکو ويلي په دي بريدونو کي له دريو سوو ډير کسان ټپيان شوي هم دي.

پر يمن د سعودي عربستان په مشری د ايتلاف بريدونه له څلور اونيو راهيسي پيل شوي چي تر اوسه يي له امله له اوه سوو ډير کسان وژل شوي دي. له دي سره ويل شوي   چي د يمن په تعز ښار کي د حوثيانو او منصور هادي د پلويانو ترمنځ سخته نښته روانه ده

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *