په سر پل ولایت کې ناامني ډيره شوې ده

د سرپل ولايت چارواکي د ناامنيو د ديرښت، د وسله والو مخالفينو شميري لوړيدو او په پرمختللو وسلو د دوي د سنبالښت په هکله انديښنه څرگنده کړې ده. دوی وايي: که چيرې د سرپل ولايت اوسيدونکو ستونزو ته رسيدنه ونشي په دي ولايت کي به ډيری ستونزی رامنځ ته شي.

سرپل د هیواد شمالي ولایت دی چې له بلخ، جوزجان، فاریاب او بامیانو ولایتونوسره ګډه پوله لري. په دې ولایت کې له څو کلونو راهیسې نامنۍ رامنځ ته شوې دي او د مسولینو په وینا، په سرپل ولایت کې نامني د ورځې په تیریدو سره بدتره کیږيږ

ددې ولایت یو شمیر اوسیدونکي وایي ځینې لارې د امنیت له ګواښ سره مخ دي.

د سرپل ولایت سیمه ایز مسولین د ناامنیو پر ډیرښت، د امینټي سرتیرو د شمیرې پر کمښت، په پرمختللو وسلو ددوی په نه سنبالولو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ پر نه همغږۍ نیوکه کوي وایي: د سرپل ولایت له شپږو ولسوالیو څخه یواځې په یوې ولسوالی کې د دولت مخالفین شتون نلري او ددې ولایت ډيری لارې له نامنۍ سره مخ دي.

د سرپل سیمه ایزو مسولینو خبرداری ورکړی، که چیرې د مرکزي دولت مسولین دې ستونزې ته پاملرنه ونکړي د هوا په تودیدو سره به دا ولایت له ډیریو ستونزو سره مخ شي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *