د ډيورند کرښې ته نږدي دوه برمته شوي کسان د امريکايي ځواکونو په عملياتو کي وژل شوي دي
د ډيورند کرښې ته نږدي دوه برمته شوي کسان د امريکايي ځواکونو په عملياتو کي وژل شوي دي. امريکايي (وارن واينسټين) او ايټاليايي( جيوواني لوپرتو) د القاعدي له لوري تښتول شوي وو. سپيني ماڼۍ ويلي، دوی د وسله والو يوه وداني په نښته کړې او په دي ودانۍ کي دي تښتول شويو کسانو شتون درلود.
د ریپوټونو له مخې(واینسټین) د امریکا اوسیدونکی او درې اویا کلن وو چې د سوداګری ااو پرمختګ په برخه کې یي تخصص درلود او په پاکستان کې یي د امریکا پرمختیایي ادارې پر یوه تړون کار کاوه او په دوه زره دیارلسم کال کې په لاهور کې له خپل کوره وتښتول شو. جیوواني لوپرتو چې د ایټالیا په یوه مرستندویه موسسه کې یي کار کاوه نهه دیرش کلن وو په دوه زره دولسم کال کې په پاکستان کې تری تم شو.
رسنیو د یوه امریکاي چارواکي له خولي چې نه یي دي نوم یی واخستل شي ویلي چې دا دوه کسان د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې وژل شوي دي.
د سپینې ماڼۍ د ما لوماتو له مخې، بارک اوباما ددې دوه کسانو د وژل کیدو په هکله خواشني څرګنده کړې ویلي یي دي، چې دا دوه کسان د ترهګری پر وړاندې په مبارزه په تیر وتنې سره وژل شوي. د امریکا ولسمشر ددې کسانو د مړینې بشپړ مسولیت منلی دی. د ایټالیا حکومت هم د خپل وګړي وژل د امریکا له لوري لویه تیروتنه ښودلې ده.
ویل کیږي چې په دې عملیات کې د احمد فاروق په نامه د القاعدې یو مشر چې د امریکا اوسیدونکی وو هم وژل شوی دی. له دې سره امریکا د خپل یوه بل وګړي(آدم ګدهان) چې د القاعدې یو قومندان وو په بیلو عملیاتو کې له وژل کیدو خبر و رکړی دی.