ولسي جرګې د اجرایي ریاست د بودیجې په هکله د ولسمشرفرمان تصویب کړ

ولسي جرګې د حکومت اجراييه رياست او د وزيرانو شورا دارالانشاء د بوديجوي واحد په توګه ومنل او په دې اړه يې د ولسمشر فرمان تاييد کړ.

د ټاکنيزو جنجالونو په پاى کې د مخکښو ټاکنيزو ډلو ترمنځ د هوکړې له مخې، د حکومت اجراييه رياست رامنځته شوى او د دې رياست مشري ډاکټر عبدالله عبدالله کوي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، نن د ياد بوديجوي واحد په توکه د ولسمشر ياد فرمان د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

د جرګې له حاضرو ١٣١ غړيو څخه ١٢٠ تنو دې فرمان ته د تاييد رايه ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ياد بوديجوي واحد بوديجه د تعليق په حال کې وه.

د غويي په دويمه هم د ولسمشر ياد فرمان ولسي جرګې ته وړاندې شو، خو د ولسي جرګې د نصاب د نشتون له امله يې په اړه پرېکړه ونه شوه.

هغه ورځ د جرګې ځينو غړيو ويل چې د حکومت اجراييه رياست د اساسي قانون خلاف دى او ولسي جرګه نه شي کولاى چې د بوديجوي واحد په توګه يې ومني، خو د جرګې نورو غړيو ويل چې د حکومت اجراييه رياست د يو مصلحت له مخې رامنځته شوى او بايد د بوديجوي واحد په توګه ومنل شي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *