په نيپال کي د ځمکريږد(زلزلې) په پیښه کي له 700 ډير کسان مړه شوي دي
په نيپال کي د ځمکريږد(زلزلې) په پیښه کي له ۷۰۰ ډير کسان مړه شوي دي
دي زلزلي يا ځمکريږد د نيپال پلازمينه سخته لړزولي چي کچه يي اوه اعشاريه نهه درجي ته رسيدله دي ځمکريږد د هند او پاکستان خيني سيمي هم لرزولي دي . رويترز خبري آ ژانس د مړيني شميره سلگونه کسان ښودلي او دنيپال دولت ويلي کيداي شي تلفات له دي هم ډير شي
د امریکا ځمکې پیژندې ادارې د مالوماتو له مخې ددې ځمکریږد مرکز د پوخارا او کتماندو ښارونو ترمنځ سیمه وه او دې دوو ښارونو کې یي ډیری مالي او ځاني زیانونه اړولي دي ددې زلزلې د ریښتر په کچه اوه اعشاریه نه درجې شدت درلود چې د هند پاکستان او بنګله دیش ډیری سیمې یي هم لړزولې دي چې په چین او هند کې یي هم مرګ ژوبله درلوده د پاکستان لومړي وزیر له نیپال سره د مرستې ژمنه کړې ده، د نیپال د اطلاعاتو وزیر له اړو کسانو سره د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده ویلي یي دي اوس هم ډيری کسان تر خاورو لاندې دي. ده ویلي دې ځمکریزد ډيری ځانې او مالي زیان اړولی په کتماندو کې یي ډيری ودانۍ نړولې او هوایي ډګر ته یي زیان رسولی دی.
د رویټرز خبري آژآنس د مړیو شمیره سلګونه کسان ښودلې.