د يمن په سويلي سيمو د سعودي عربستان په وروستيو بريدونو کي(۹۲) کسان وژل شوي دي

د ريپوټونو پر بنسټ په تيرو دولسو ساعتونو کي د سعودي عربستان د جنگي الوتکو په بريدونو کي چي په عدن او لحج ښاورنو کې تر سره شوی ۴۶ کسان وژل شوي دي

بلخوا د المسیری د ریپوټ له مخې د لحج ایالت په (خور عمیره) سیمه کې عربستان د خوړو پر یوه کاروان برید کړی او یو شمیر ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې سره د یمن په سویلي سیمو کې د تښتیدلي ولسمشر او حوثیانو د وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي چې له امله یي ۳۸ کسان وژل شوي.

د ریپوټونو پر ننیټ د حوثیانو ډلې ځينې سیمې له خپلو مخالفینو پاکې کړې دي. همدارنګه په مارب سیمه کې له دوه ورځو راهیسې د وسله والو له لوري جګړه دوام لري.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *