له افغانستان سره د پاکستان ریښتینولي
د پاکستان د باور تر لاسه کولو لپاره د ولسمشر غني هڅو تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې. حتی د سولې له بهیر سره د مرستو او همکاریو ژمنې هم شوې وي نوې تګلارې یي له ځنګ سره رامنځ ته شوې دي او د طالبانو د شنل کیدو لپاره نوې ډلې رامنځ ته شوې. د کابل لپاره دا کار د تیرو کلونو په پرتله ډير ستونزمن شوی دی. هغه مهال حکومت له یوې منظمې مخالفې ډلې سره مخ وو، خو اوس هر یو له ځانه ډول وهي او په داسې حالاتو کې له ټولو ډلو سره جوړ جاړی شونی نه بریښې.
که چیرې په افغانستان کې د نویو وسله والو ډلګه ګیو رامنځ ته کیدل له پاکستان سره د نږدي والي له کبله وي دا روښانه خبره ده چې دا مسله به د افغانستان لپاره ډيره ګرانه پریوځي او د ډیریو ډلګه ګیو په پرتله چې په کراتو بنسټالې دي د یوې منظمې مخالفې ډلې شتون ډير ښه او په ګټه دی.
ایرانیانو تهران ته د ولسمشر اشرف غني سفر د دیپلوماتیکي تعارفو ډیر لور او جدي ګڼلی دی. ددوی په اند د ملي یوالي حکومت په خپلو تګلارو کې جدي دی او څرنګه یي چې په بهرني سیاست کې بدلون راوست او دا وړتیا یي تر لاسه کړې د خپلو ژمنو پلي کول هم جدي نیسي. لږ تر لږه په دې برخه کې چې د هیواد بهرنی سیاست د کمرو په لید او عرف له مخې معمولي شوی او کیږي باید د افغان پر دیپلوماسۍ حساب وشي چې پرمختګ یي درلود. ولسمشر غني ایران ته د خپل سفر په لړ کې یوځل بیا د افغانستان په ترانزیتي موقعیت او د سیمې ځلور لارې په اړولو تینګار وکړ، ولسمشر ددې سفر په لړ کې د ترهګری په کله چې ټوله سیمه ګواښې خبرې وکړې او دا یي هم وویل چې افغانستان د کډوالو ستونزې د هواری لپاره پلان لري او ددې سفر په لړ کې د کډوالو د ستونزو په هکله پرمختګونه شوي دي.
ددې سفر په لړ کې ټول جدیتونه چې لیدل شوي او یا کیږي، کولای شو ووایو چې یواځې یو سفر نشي کولای د هیواد بهرني سیاست ته بدلون وکړي. تراوسه ولسمشر د خپل نوي اړخ چې اسلام اباد او ریاض دی نوې تګلاره نه ده غوره کړې او په دې هکله یې پریکړه نه ده کړې او تر اوسه هم د طالبانو بیرته راګرځولو په برخه کې ددوی همکاری ته سترګې په لاره دی.
دا شونې نه ده چې یواځې په یوه سفر سره دا وانګیرو چې د هیواد په بهرني سیاست کې بدلون ر اغلی او یا لږ تر لږه اعتدال پکې رامنځ ته شوی دی. دې ته په کتو سره چې ولسمشر په کورنی او بهرنی برخه کې ځینې اړتیاوې لري خو دې اړتیاوو ته یي تر اوسه پاملرنه نه ده کړې او په پټو سترګو پر خپلې کړنلارې روان دی او په راتلونکې اونۍ کې هند ته د دوی سفر له دې څیړنې سره مرسته کولای شي.
دریم لید لوری هم شتون لري، چې له سیمه ایزو لوبو او سیالیو ور هخوا دی. افغانستان له ډيرې مودې راهیسې په سیمه کې د امریکا عربستان او پاکستان له لومو کې نغښتی دی. ددې لید لوري له مخې افغانستان هم اوس مهال په سیمه کې په یوه لوی کار اخستونکي اوښتی دی. دا بهیر نه یواځي د ملي یوالي حکومت پّ رامنځ ته کیدو، سعودي عربستان او پآکستان ته یي دسفرونو پر مهال بلکې له ډیرې مودې مخکې پیل شوی دی. ددې بهیر پر بنسټ، په منځنۍ آسیا کې د بسنټپالی بهیر یو بل ګام هم مخ پر وړاندې روان دی. ددې بهیر د تیریدو لپاره دهیلز افغانستان ټاکل کیږي او کابل به ددی عقبو کوربه وي. پاکستان له اتیایمې لسیزې راهیسې ورته وضعیت درلود چې له دې رووسته به یي لمن افغانستان ته را وغځیږي.
له دې وړاند وینې سره د جګړې ډګر د دیورند کرښې دې خوا ته را اړول کیږي جې لمن به یي کیدای شي د منځنۍ آسیا تر هیوادونو وغځول شي. دې ته په کتو سره د کابل په حکومت کې به د کسانو هڅې او زیار ګټورې پایلې ونلري دا ټولې نقشې به پلې کیږي او دا نقشې له کلونو مخکې او د افغانستان د ناپیلتیا په حالت کې رامنځ ته شوې دي ولسمشر او اجرایي ریس د هغه بهیر یوه برخه ده چې له ډيرې مودې راهیسې په پام کې نیول شوې ده.