په یمن کې د سولې په تړاو د(علي عبدالله صالح) وړاندیز رد شو
په یمن کې د سولې په تړاو د(علي عبدالله صالح) وړاندیز رد شو
د منصور هادي حکومت د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د سولې وړاندیز هم رد کړ. د علي عبدالله صالح ځواکونه هم د یمن په جګړه کې ګډون لري. د منصور هادي د بهرنیوچارو وزیر وویل: ترهغې به عملیات دوام ولري ترڅو چې د حوثیانو وسله وال له هغه سیمو وتلي نه وي کوم چې په دې وروستیو کې یي نیولي دي.
د عربستان په مشری د ایتلاف هوایي ځواکونو تیره شپه په صنعا او یو شمیر نورو شارونو کې ځینې سیمې په نښه کړې د ایتلاف جنګي بیړیو هم د یمن ساحلې سیمې باندې بریدونه کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې عربستان تیره اونۍ اعلان وکړ چې پوځي عملیات پای ته رسیدلې او د عملیاتو بل پړاو چې خبرې او د دیپلوماتیکي لارو په کارولو سره د ستونزې د هواری په برخه کې دي پیل شوی دی