د بدخشان ولايت په خواهان ولسوالي کي د ځمکي ښويدو په پيښه کي ۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

ددي پیښې له کبله ډيري کورنه تر خاورو لاندي شوي او په لسگونه نوري کورنۍ بيځايه شوي دي چي بيړنیو مرستو ته اړتيا لري

مسولينو ويلي له دي کسانو سره مرستي به د لاري د خرابوالي له امله وځنديږي

په بدخشان ولایت کې ځمکه ښویدنه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې تیر کال دا ولایت له ورته پیښې سره مخ شوی وو. د تیر کال په پیښه کې ۳۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

اوس د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالی په جرو سیمه کې ورته پیښه رامنځ ته شوې او لاریه یي ډیر خرابوالی لري. د مالوماتو له مخې په دې پیښه کې ۵۲ کسان جې ۲۵ یي میرمنې،۲۲ ماشومان او پنخه یي نارینه دي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خواهان ولسوال محمد غفران ذکي ویلي: دوه ورځې مخکې ددې سیمې د ځمکې یوه برخه ښویدلې وه چې ډير تلفات یي نه درلودل له دې وروسته خلک هغه سیمې ته کده شول کوم چې اوس ځمک ښویدنه پکې رامنځ ته شوې ده. ده ویلي پیښه تیره نیمه شپه رامنځ ته شوې نو ځکه یي تلفات ډیر دي.

له اړو کسانو سره مرسته به ډیر وخت ونیسي ځکه چې ددې ولسوالی لاره ډیری سختۍ لري او د پیښې قربانیان به ډیر زیاراو ستونزې وګالي.

سیمه ایزو مسولینو سیمې ته د مرستندویه ډلو او خوړو د استولو غوښتنه کړې ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *